کورپاڼه / کرکټ / انورادا په ښځينه کرکټ کې ستره کارنامه ترسره کړه
انورادا

انورادا په ښځينه کرکټ کې ستره کارنامه ترسره کړه

د جرمني کرکټ ښځينه لوبډلې توپ اچونکې انورادا ډوډابلاپور په يوه سيالۍ کې ستره کارنامه ترسره کړه، هغه لومړنۍ ښځينه توپ اچونکې شوه چې په څلور توپونو يې په پرلپسې ډول څلور توپوهونکې وسوځولې.

نن د جرمني او اسټريا د ښځينه لوبډلو ترمنځ څلورمه نړيواله شل اوريزه لوبه په اسټريا کې ترسره شوه، چې جرمني پکې په ١٣٧ منډو بريا خپله کړه.

د لوبې پچه جرمني وګټله او توپوهنه يې غوره کړه. جرمني په ټاکلو ٢٠ اورونو کې پرته د کومې لوبغاړې له سوځېدو ١٩٨ منډې وکړې، چې کريسټينا ګاف ١٠١ ناسوځېدلې جانيټ رونالډز ٦٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ١٩٩ منډو د هدف په تعقيب کې د اسټريا لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې ٦١ منډې وکړې او ٩ لوبغاړې يې وسوځېدې. د جرمني له لوري انورادا په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٥ ويکټې يې ترلاسه کړې.

همدا راز هغې په ٤ توپونو په پرلپسې ډول ٤ توپوهونکې هم وسوځولې او په ښځينه نړيوالو شل اوريزو لوبو کې لومړنۍ توپ اچونکې شوه چې دا کارنامه يې ترسره کړه.

دا د ٣٣ کلنې انورادا ٨مه نړيواله شل اوريزه لوبه ده، چې د ١ منډې په ورکولو سره يې ٥ توپوهونکې وسوځولې. هغې تر دې مخکې په ٧ لوبو کې ٣ ويکټې اخيستې وې.

د جرمني او اسټريا ښځينه لوبډلو ترمنځ د ٥ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ روانه ده، چې په ٤ لوبو کې جرمني بريا خپله کړې ده او وروستۍ لوبه يې پاتې ده.

د يادولو وړ ده چې د نارينه و په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په ٤ توپونو پرلپسې ٤ ويکټې ترلاسه کړې دي، همدا راز د سريلانکا مخکښ توپ اچونکي لاسيت ملينګا بيا دوه ځلې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې دا کارنامه ترسره کړې ده، چې په ٤ توپونو يې پرلپسې ٤ ويکټې ترلاسه کړې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …