کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د فېسبوک کاروونکو لپاره بد خبر
فېسبوک

د فېسبوک کاروونکو لپاره بد خبر

له تېرو څو کلونو راهيسې د اپليکېشن مشهورو شرکتونو د نورو اپليکېشنو تر څنګ (لايټ) بڼې هم وړاندې کړې وې، تر څو خلک وکولاى شي چې په کمزوري انټرنېټ هم دا اپليکېشنې انسټال کړي.

په دې برخه کې فېسبوک د عمومي اپليکېشن تر څنګ يو (لايټ) ورژن يا بڼه هم درلوده، چې په ډېر کم انټرنېټ يې هم ډېر ښه کار کاوه.

خو د فېسبوک د (لايټ) بڼې کاروونکو لپاره اوس بد خبر دا دى، چې دا شرکت خپل (فېسبوک لايټ) ورژن اپليکېشن ډېر ژر په ټوله نړۍ کې بندوي.

د معلوماتو له مخې، د فېسبوک مسوولينو په برازيل هېواد کې خپلو کاروونکو ته پېغامونه لېږلي دي، چې دوى په برازيل کې نور خپل (فېسبوک لايټ اپليکېشن) بندوي، همدا راز له برازيل وروسته به بيا دا لايټ ورژن په ټوله نړۍ کې هم بند شي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې په راتلونکو ورځو کې به د ټولنيزو رسنيو دا مشهور شرکت د انډرويډ او ايفون کاروونکو لپاره د خپل اپليکېشن لايټ بڼه بنده کړي.

د (فېسبوک اپليکېشن لايټ بڼې) له بندولو وروسته به په ټوله نړۍ کې د انډرويډ او ايفون موبايل کاروونکي يوازې د فېسبوک عمومي اپليکېشن وکارولى شي.

د يادولو وړ ده چې د فېسبوک د عمومي اپليکېشن تر څنګ د فېسبوک لايټ اپليکېشن بڼه هم په ټوله نړۍ کې تر يو ميليارد زياتو کسانو ډاونلوډ کړې ده. دا يو ميليون يوازې هغه کسان دي چې دا لايټ ورژن يې په خپلو انډرويډ موبايلونو کې ډاونلوډ کړى و، د ايفون کاروونکي له هغه پرته دي.

همدا راز د فېسبوک عمومي اپليکېشن بيا يوازې په ګوګل پلى سټور کې تر ٥ ميلياردو څخه زيات ځلې ډاونلوډ شوى دى. د فېسبوک اپليکېشن يو له هغو اپليکېشنو څخه دى، چې تر ټولو زيات ډاونلوډ شوى او ډېر کاروونکي لري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کورونا ويروس

داسې اپليکېشن چې د ټوخي په مرسته کورونا ويروس معلوموي

د جرمني د ټېکنالوژۍ يو شرکت يو داسې موبايل اپليکېشن جوړوي، چې د انسان له …