کورپاڼه / کرکټ / زمونږ کورنى کرکټ کوم خواته روان دى؟
کورني لوبغاړي

زمونږ کورنى کرکټ کوم خواته روان دى؟

ليکوال : ابراهيم مومند

افغان کرکټ بورډ هر کال په ملي لوبډله، الف لوبډله، ۱۹ کلنه لوبډله،APL  ليګ کې، ايمرجينګ لوبډله کې، شپږيزه کرکټ ليګ کې، فرسټ کلاس کې، ليسټ اې ټورنامنټ کې او دغه راز ان په ولايتي ګرېډ ون کرکټ سياليو کې کرکټ بورډ اوسمهال ډېرى قرارداد لرونکي لوبغاړي لوبوي.

که سترګې پټې نه کړو نو قرارداد لرونکي لوبغاړي هم زياتره هغوى دي چې کرکټ بورډ کې زور، انډيوالي او خپلوي ولري.

دغه څه باندې ۸۰ قرارداد لرونکي لوبغاړي اوسمهال له څو کلونو راهيسې له کرکټ بورډ سره قرلرداد يا کنټرکټ لري او د ۲۰۰ ډالرو نيولې ان تر ۳۵۰۰ دالرو پورې مياشتينى معاش ترلاسه کوي.

په قرارد لرونکو لوبغاړو کې داسې لوبغاړي هم شته چې کلونه کېږي چې ملي لوبډله کې نه دي لوبېدلي او هم ځينې نور د کورني کرکټ په کارکردګيو د دې حقداره نه دي چې معاش دې ورکړل شي.

اوس نو پوښتنه او اندېښنه دا ده چې، که يواځې بورډ سره قراردادي لوبغاړي په پورته يادو شويو ټولو ټورنامنټونو کې په دې امتياز چې بورډ سره قرارداد لري غوره کېږي او هم لوبېږي نو دا نور لوبغاړي به څه کوي او دوى ته د مخکې تګ کوم پلان شتون لري چې د کال په اوږدو کې په ښکته کچه د بورډ اړوند او نورو شخصي ټورنامنټونو کې ښه لوبېږي؟ نو له همدې کبله حالت يو نا معلوم لوري ته روان دى.

زما په اند، غوره به وي د ملي لوبډلې لوبغاړو ته هرو شپږو مياشتو کې د اړتيا او وړتيا په اساس قراردادونه ورکړل شي او هم د کورني کرکټ لوبغاړو په قراردادونو کې د يو کال کورني کرکټ کارکردګي په نظر کې ونيول شي او هم رسنيز شي چې تراوسه دا کار افغان کرکټ بورد په خپل تاريخ کې نه دى کړى چې د دې ښکارندوى دى چې په اوړو کې يې شګه ده.

دا هم مهمه ده چې بايد، قراردادي لوبغاړو ته چې له اوسني شمېر څخه يې نه يواځې بايد شمېر هم راکم شي ترڅنګ يې په نړېوالو او کورنيو کرکټ سياليو کې ورته د خپل استعداد ښودلو مناسب چانسونه ورکړل شي او له هغې وروسته يې د بيا ځلي قرارداد لپاره مخکې تګ او شاته تګ ولري.

ترڅنګ يې بايد د ځينو ملي او کورنيو کرکټ لوبغاړو د مالي ستونزو په موخه چې ورته اوسمهال د اړتيا پرته د امتياز له موخه مياشتيني معاشات ورکول کېږي بل بديل لارې چارې پيدا شي نه دا چې پرې د نورو مستحقو لوبغاړو حقوق وخوړل شي.

بل دې د زون او ولايتي کرکټ مسوولينو په اړه بيا کتنه وشي او کم تر کمه د زون او ولايت په کچه دې ورته د زيات نه زيات دوه کلن تړون له مخې ورته بيا د لوبو ترسره کولو او لوبغاړو د تاکنو د مسووليت منلو ترڅنګ صلاحيتونه ورکړل شي.

دا چې د زياترو ولايتونو لوبغاړي نورو ولايتونو کې لوبېږي بايد د اوسني ګډ وډ حالت په ځاى د يوه اوږد تړون له مخې د مېلمه لوبغاړو په توګه د بل ولايت يا زون په لوبډله کې د لوبېدو حق ولري تر څو د نورو اوسنيو لوبغاړو په څېر د مخکې تګ چانسونه ولري او هم قراردادونه ترلاسه کړي او هيلې يې پوره شي.

نور بيا…

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …