کورپاڼه / بېلا بېل / د نړۍ ګرانبيه کب؛ دوه نيم ميليونه پاونډه بيه لري
بليوفن ټونا

د نړۍ ګرانبيه کب؛ دوه نيم ميليونه پاونډه بيه لري

په نړۍ کې به مو د ډېرو ګرانبيه شيانو په اړه اورېدلي وي، خو نن درته د يو داسې کب يا ماهي په اړه معلومات درکوو، چې په نړۍ کې تر ټولو ګرانبيه دى او دوه نيم ميليونه پاونډه بيه لري.

د بليوفن ټونا (Bluefin Tuna) په نوم دا کب ډېر نادره او د نړۍ تر ټولو ګرانبيه کب دى، چې يو وخت د دې کب بيه ٢.٥ ميليونه پاونډه وه.

خو دا کبان بيا ډېر کم دي، چې له اوږدې مودې وروسته يو ځل بيا د برېتانيې په سمندر کې ليدل شوي دي.

د مېل انلاين د راپور په وېنا، د برېتانيې په شاير کاونټي ډيون کې د فليوفن ټونا کبانو يوه ډله ليدل شوې ده، چې يو برېتانوي انځورګر کاياکر روپرټ کرک ووډ يې عکسونه اخيستي دي او نړۍ ته يې ښکاره کړي دي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې کاياکر وايي چې د بليوفن ټونا په نوم دا کبان دوه ساعته په دغه سيمه کې وګرځېدل، چې کوچني کبان يې ښکار کول.

هغه زياتوي، چې دې کبانو څو ځلې له اوبو څخه هم سرونه راوويستل او تر دوه ساعته تېرولو وروسته بېرته له دې سيمې څخه ستانه شول.

د دې کبانو سره په ډله کې د وهيل او ډولفن کبان هم په ګډه راغلي و.

په راپور کې زياته شوې ده، د بليوفن ټونا کبان اوس هم په بازار کې ډېره لوړه بيه لري او دا د نړۍ په کچه تر ټولو ګرانبيه کبان يادول کېږي.

همدا راز د جاپان په سوشي رسټورانټ کې بيا دا تر ټولو په زړه پورې او ګرانبيه خواړه هم دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهین آسمایي لوبډلې د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتلولي په خپل نوم کړه

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي د پنځم ځل لپاره د شاهین اسمایي …