کورپاڼه / کرکټ / له ويسټ انډيز او پاکستان وروسته د اسټراليا لوبډله هم انګلستان ته ځي
ارون فنچ

له ويسټ انډيز او پاکستان وروسته د اسټراليا لوبډله هم انګلستان ته ځي

د اسټراليا کرکټ بورډ تاييد کړې ده چې لوبډله يې د انګلستان سره سياليو لپاره انګلستان ته ځي، چې د ارون فنچ په مشرۍ يې لوبډله هم اعلان کړې ده، چې ميکسويل هم پکې شامل دى.

د راپورونو په وېنا، د اسټراليا کرکټ بورډ اعلان وکړ چې راتلونکې مياشت کې يې لوبډله د انګلستان په سفر ځي، چې ٢١ کسيزه لوبډله هم ورته انتخاب شوې ده. د لوبډلې مشري ارون فنچ کوي چې د سپتمبر له ٤مې نېټې څخه به لوبلړۍ پيل کړي.

اسټراليا او انګلستان به د ٣ نړيوالو شل اوريزو او ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کړي، ميکسويل چې د خرابې کارکردګۍ له امله له لوبډلې بهر شوى و، يو ځل بيا په لوبډله کې شامل دى.

د کورونا ويروس له امله دا لومړى ځل دى چې د اسټراليا حکومت د اسټراليا ملي لوبډلې ته اجازه ورکړه، چې د کرکټ لپاره نړيوال سفر ترسره کړي.

د اسټراليا او انګلستان د لوبو سره به د انګلستان د ١٨ لوبو هدف هم ترسره شي او د کورونا له امله د انګلستان کرکټ بورډ ته رسېدلي تاوان کې به هم يو څه کمى راشي.

د انګلستان کرکټ بورډ د اسټراليا کرکټ بورډ د دې پرېکړې هرکلى کړى دى.

د يادولو وړ ده چې د کورونا ويروس له امله چې ټولې نړيوالې سيالۍ ځنډېدلې وې، په لومړي ځل ويسټ انډيز د انګلستان سفر وکړ او دواړو لوبډلو د درې ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کړه چې انګلستان د ٢-١ سره پکې بريا خپله کړه.

همدا راز له هغه وروسته بيا پاکستان هم د انګلستان سفر وکړ، چې د ٣ ټېسټ او ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کوي. په لومړۍ ټېسټ لوبه کې انګلستان بريا خپله کړې ده او دويمه ټېسټ لوبه اوس مهال د دواړو لوبډلو ترمنځ روانه ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …