کورپاڼه / کرکټ / افسانوي لوبغاړي مهيندرا سينګ دهوني له نړيوال کرکټ استعفا ورکړه
دهوني

افسانوي لوبغاړي مهيندرا سينګ دهوني له نړيوال کرکټ استعفا ورکړه

د کرکټ د نړۍ افسانوي لوبغاړي او د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر مهيندرا سينګ دهوني له نړيوال کرکټ څخه خپله استعفا اعلان کړه.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د کرکټ مخکښ لوبغاړي، د هند کرکټ ملي لوبډلې بريالى لوبډلمشر، هغه لوبډلمشر چې د اى سي سي درې واړه ټورنمنټونه (نړيوال جام، نړيوال شل اوريز جام او چيمپينز ټرافي) يې په خپله لوبډلمشرۍ کې ګټلي دي، مهيندرا سينګ دهوني له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

٣٩ کلن دهوني له نړيوال کرکټ څخه د خپلې استعفا اعلان په خپل انسټاګرام کې وکړ. هغه په خپل يو پوسټ کې له خلکو څخه مننه هم وکړه چې له هغه سره يې ډېره مينه کړې ده.

خو دهوني دا نه دي ويلي، چې هغه له نورو سياليو څخه هم استعفا ورکړه او که نه، ځکه د اى پي ايل په اړه نوموړي هېڅ نه دي ويلي، خو تر دې مخکې بيا د چيناى سوپر کنګز لوبډلې مسوولينو ويلي و، چې مهيندرا سينګ دهوني د اى پي ايل ٢٠٢٠ سياليو کې لوبېږي.

نوموړي په تېر ٢٠١٩ کال نړيوال جام کې د نيوزيلېنډ پر وړاندې خپله لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړې وه. له هغه وروسته بيا نوموړى د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره ونه لوبېده.

که څه هم له ډېر وخت راهيسې د دهوني د استعفا په اړه بحثونه کېدل، خو د سږکال اى پي ايل سياليو پورې هر څه ځنډېدلي و او داسې فکر کېده، که په اى پي ايل سياليو کې دهوني ښه ولوبېږي، نو ښايي بېرته ملي لوبډلې ته راستون شي.

خو د کورونا له امله د اى پي ايل سيالۍ په خپله ټاکلې نېټه (د مارچ ٢٩مه) پيل نه شوې، بلکې تراوسه پورې ځنډېدلي دي او اوس د سپتمبر په مياشت کې په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي.

مهيندرا سينګ دهوني د هند لپاره ٩٠ ټېسټ، ٣٥٠ نړيوالې يو ورځنۍ او ٩٨ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

دهوني په ټېسټ سياليو کې د ٣٨.٠٩ په اوسط ٤٨٧٦ منډې کړې دي، چې ٦ سليزې او ٣٣ پنځوسيزې يې وهلي دي. په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې هغه د ٥٠.٥٧ په اوسط ١٠٧٧٣ منډې کړې دي، چې ١٠ سليزې او ٧٣ پنځوسيزې يې وهلي دي.

همدا راز په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې هغه د ٣٧.٦٠ په اوسط او ١٢٦.١٣ په سټرايک رېټ سره ١٦١٧ منډې کړې دي، چې ٢ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …