د انګلستان او پاکستان ترمنځ په دويمه ټېسټ لوبه کې پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٦ منډې وکړې.
دا لوبه چې د اګست په ١٣مه نېټه پيل شوې ده، د لوبې پچه پاکستان ګټلې او لومړى يې توپوهنه غوره کړې ده.
خو لوبه د باران له امله څو ځلې وځنډېدلې او نن په څلورمه ورځ د پاکستان لومړۍ پاڼۍ پاى ته ورسېده. پاکستان که څه هم ډېره ښه توپوهنه ونه شوه کولاى، خو محمد رضوان ٧٢ او عابد علي ٦٠ منډې وکړې او د پاکستان منډې يې ٢٣٦ ته ورسولې.
د پاکستان له لوري په نورو لوبغاړو کې بيا بابر اعظم هم ٤٧ منډې ترلاسه کړې.
د انګلستان له لوري بيا سټارټ بروډ په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٤ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز جېمز انډرسن هم ٣ ويکټې ترلاسه کړې. سام کران او کرس ووکس بيا ١-١ ويکټ واخيسته.
د پاکستان له پاڼۍ پاى ته رسېدو وروسته انګلستان هم لومړۍ پاڼۍ پيل کړه، د انګلستان مهم لوبغاړى روري برنز په صفر وسوځېده، همدا راز ډام سبلي په ٢ او زاک کراولي په ٥ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي خو د باران له امله لوبه ځنډېدلې ده.
نن د انګلستان او پاکستان ترمنځ د لوبې څلورمه ورځ ده، سبا به د لوبې وروستۍ ورځ وي، نو ممکن نه ده چې انګلستان خپلې دوه پاڼۍ او پاکستان خپله دويمه پاڼۍ ترسره کړي، دويمه ټېسټ لوبه به بې پايلې پاى ته ورسېږي.
د يادولو وړ ده چې انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.