د پاکستان د تبليغيانو يو مشر مولانا طارق جميل تازه يو نوى خوب ليدلى دى، چې هغه پکې وايي، چې جناح مې په خوب کې وليده، چې په خوله کې يې دوه ګوتې راکړې او کله چې له خوبه راويښ شوم، نو په خوله کې مې د شاتو خوند و.
په ټولنيزو رسنيو کې د مولانا طارق جميل هغه ويډيو ډېره لاس په لاس کېږي، چې هغه پکې د پاکستانيانو د قايد اعظم (جناح) په اړه د خپل يو خوب کيسه کوي.
هغه وايي په خوب کې يې قايد اعظم وليده او کله چې يې ترې پوښتنه وکړه، چې څنګه يې؟ نو هغه ورته په ځواب کې وويل، چې ډېر په راحت کې دى.
Congratulations to Maulana Tariq Jameel for enjoying the pleasure of sucking the fingers of Quaid-e-Azam in a dream
— Shahzad irfan (@Shahzadirfan19) August 15, 2020
هغه وايي، بيا قايد اعظم دوه ګوتې ماته ونيولې او راته يې وويل چې دا وچوپه، زه لږ وويرېدم، چې دا به څه وي، نو هغه راته وويل چې بچيه يرېږه مه، دا وچوپه نو الله به له تا نه د دين کار واخلي.
طارق جميل وايي، چې ما د هغه دوه ګوتې په خوله کې ونيولې، نو د هغه د خولې نه شات زما خوله ته راروان شو، کله چې له خوبه راويښ شوم نو زما په خوله کې بيا هم د شاتو خوند و.
مولانا طارق جميل دا ويډيو د پاکستان د تش په نوم ازادۍ په ورځ په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې وه، خو د طارق جميل په دې ويډيو نه يوازې دا چې د نورو هېوادونو خلکو سختې نيوکې کړې دي، بلکې په خپله په سلګونو پاکستانيانو هم د طارق جميل په دې ويډيو نيوکې کړې دي.