کورپاڼه / هنر او کلتور / عامر خان د ترکيې د لومړۍ مېرمنې سره وليدل
عامر خان او د ترکيې لومړۍ مېرمن

عامر خان د ترکيې د لومړۍ مېرمنې سره وليدل

د هندي فلمونو مشهور هنرمند عامر خان په ترکيه کې د ترکيې د لومړۍ مېرمنې سره ليدلي دي.

عامر خان نن سبا په ترکيه کې دى او د خپل راتلونکي فلم (لال سينګ چډا) د پاتې ثبت لپاره ځايونه ګوري. په دې لړ کې نوموړي په استانبول کې د رجب طيب اردوغان له ښځې او د ترکيې د لومړۍ مېرمنې سره هم ليدلي دي.

د ترکيې لومړۍ مېرمن ايمين اردوغان په خپل ټويټر کې ليکلي دي، چې د نړۍ په کچه له پېژندلي هندي هنرمند، فلم جوړونکي او ډايريکټر عامر خان سره يې په استانبول کې وليدل.

هغه زياتوي، زه ډېره خوشحاله شوم چې عامر خان د خپل نوي فلم (لال سينګ چډا) د ثبت لپاره ترکيه غوره کړې ده او د ترکيې په بېلا بېلو برخو کې به د دې فلم ثبت وکړي.


په راپورونو کې ويل کېږي، چې عامر خان د ترکيې د لومړۍ مېرمنې څخه په خپله د ليدنې غوښتنه کړې وه. هغه وايي په دې ليدنه کې د فلم په اړه د خبرو تر څنګ په ځينو ټولنيزو ستونزو باندې هم د دواړو ترمنځ خبرې اترې شوې دي.

دواړو همدا راز د هند او ترکيې ترمنځ په کلتوري اړيکو هم خبرې کړې دي او په دې برخه کې له يو بل سره د مرستې ژمنې هم کړې دي.

د يادولو وړ ده چې د عامر خان نوى فلم (لال سينګ چډا) چې تر کورونا مخکې يې ثبت پيل شوى و، د کورونا له امله يې ثبت وځنډېده، چې اوس يو ځل بيا د فلم ثبت پيلېږي.

دا فلم چې د روان کال ٢٠٢٠ په دسمبر مياشت کې نندارې ته وړاندې کېدونکى و، اوس به د ٢٠٢١ کال د دسمبر په مياشت کې نندارې ته وړاندې شي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …