کورپاڼه / کرکټ / ايا راشد، نبي او مجيب به د شپږيزې لپاره نور ليګونه پرېږدي؟
راشد، نبي او مجيب

ايا راشد، نبي او مجيب به د شپږيزې لپاره نور ليګونه پرېږدي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله درې پياوړي او مخکښ لوبغاړي لري، چې نه يوازې د لوبډلې تر ډېره پورې تکيه په همدې لوبغاړو ده، بلکې په نړيواله کچه هم ډېر شهرت لري او د نړۍ په سترو سترو تجارتي ليګونو کې هم لوبېږي.

په دې درې لوبغاړو کې راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان شامل دي، چې درې واړه ورو توپ اچونکي دي او محمد نبي بيا د الراونډر لوبغاړى دى، خو راشد خان هم د اړتيا پر مهال ښه توپوهنه کولاى شي.

د کارابين پريمئير ليګ چې د اګست په ١٨مه نېټه پيلېږي او د سپتمبر تر ١٠مې نېټې پورې به دوام وکړي، راشد خان پکې د بارباډوس ټريډينټس لوبډلې سره لوبېږي، محمد نبي د سينټ لوسيه زاوکس لوبډلې سره لوبېږي او مجيب الرحمان بيا د جمايکا ټلواهاس لوبډلې سره لوبېږي.

دا ليګ د سپتمبر په ١٠مه نېټه پاى ته رسېږي، خو د افغانستان کورنى ليګ شپږيزه کرکټ ليګ بيا د سپتمبر په ٦مه نېټه پيلېږي او تر ١٦مې پورې به دوام کوي.

په تېره شپږيزه کرکټ ليګ کې محمد نبي د مس عينک اتلانو لوبډلمشر و او راشد خان بيا د بند امير ښامارانو لوبډلې لوبډلمشري په غاړه درلوده.

همدا راز په ورته وخت کې بيا د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) د سپتمبر په ١٩مه نېټه پيلېږي او د نومبر تر ١٠مې نېټې پورې به دوام کوي.

د سي پي ايل تر ختمېدو مخکې د شپږيزې کرکټ ليګ پيلېږي او د شپږيزې تر ختمېدو درې ورځې وروسته بيا اى پي ايل سيالۍ پيلېږي.

درې واړه تجارتي ليګونه په داسې وخت کې برابر شوي دي، چې ښايي يو لوبغاړي ته په دې درې واړه ليګونو کې ګډون ګران وي، ځکه د کورونا له امله سفرونه هم د پخوا په څېر نه دي.

دا درې واړه لوبغاړي په دې درې واړه ليګونو کې لوبېږي، چې اوسمهال درې واړه لوبغاړي د کارابين پريمئير ليګ لپاره ويسټ انډيز ته تللي دي.

ځينې سرچينې خو دا هم وايي، چې ښايي د سفري محدوديتونو له امله راشد خان ونه شي کولاى چې د شپږيزې کرکټ ليګ ته ځان راورسوي، که څه هم دا خبر تاييد شوى نه دى، خو که داسې کېږي نو بيا به نور افغان لوبغاړي هم ونه شي کولاى چې په شپږيزه کې برخه واخلي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …