د افغانستان کرکټ بورډ د سږکال شپږيزې کرکټ ليګ اووم پړاو د سياليو مهالوېش اعلان کړ، چې لومړۍ لوبه به د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو ترمنځ ترسره شي.
مس عينک اتلانو لوبډلې د تېر کال د شپږيزې اتلولي خپله کړې وه او د بند امير ښامارانو لوبډلې بيا په پايلوبه کې ماتې خوړلې وه او دويم مقام کې راغلې وه.
سږکال د دواړو لوبډلو ترمنځ د لومړۍ لوبې څخه د شپږيزې سيالۍ پيلېږي. لومړۍ لوبه به د سپتمبر په ٦مه نېټه او ماسپښين يوه نيمه بجه پيل شي.
د سپتمبر په اوومه نېټه به سهار نهه نيمې بجې د سپين غر پړانګان او د امو نهنګان لوبه ترسره کړي او ماسپښين دوه بجې به د کابل بازان او د بوست ساتونکي مېدان ته کوز شي.
د سپتمبر په اتمه نېټه سهار د مس عينک اتلانو او کابل بازانو لوبه ده، همدا راز ماسپښين بيا د بند امير ښامارانو او بوست ساتونکو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.
د سپتمبر په نهمه نېټه سهار د امو نهنګان او بند امير ښاماران لوبه کوي، ماسپښين بيا د سپين غر پړانګان او د مس عينک اتلان مېدان ته کوزېږي.
د سپتمبر په ١٠مه نېټه به سهار د بوست ساتونکي د سپين غر پړانګانو سره مخامخ شي او ماسپښين به بيا د کابل بازان د امو نهنګانو سره ولوبېږي.
د سپتمبر په ١١مه نېټه به سهار د بند امير ښاماران او سپين غر پړانګان او ماسپښين به د مس عينک اتلان او د بوست ساتونکي مېدان ته کوز شي.
د سپتمبر په ١٢مه نېټه سهار د کابل بازان او بند امير ښاماران سره مخامخېږي او ماسپښين بيا د امو نهنګان او د مس عينک اتلان خپل زور ازمايي.
د سپتمبر په ١٣مه نېټه سهار د کابل بازان د سپين غر پړانګانو مخې ته ورځي او ماسپښين بيا د امو نهنګان او د بوست ساتونکي مېدان ته کوزېږي.
د سپتمبر په ١٤مه نېټه سهار لومړۍ کواليفاير او ماسپښين ايليمېنټر لوبه ترسره کېږي، په ١٥مه به بيا دويمه کواليفاير لوبه ترسره شي او پايلوبه د سپتمبر په ١٥مه نېټه ماسپښين يوه بجه ترسره کېږي.
د يادولو وړ ده چې ټولې لوبې د کابل په لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د ملي ټلويزيون له لارې به په ژوندۍ بڼه وښودل شي، خو تر دې مهاله پورې پرېکړه نه ده شوې چې لوبغالي ته به تماشچيان پرېښودل شي او که نه.