کورپاڼه / کرکټ / فرهان يوسفزي د عاطف مشعل د کرکټ بورډ غړيتوب ختم کړ
فرهان يوسفزى او عاطف مشعل

فرهان يوسفزي د عاطف مشعل د کرکټ بورډ غړيتوب ختم کړ

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د کرکټ بورډ د پخواني عمومي رييس او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير عاطف مشعل د کرکټ بورډ غړيتوب ختم کړ.

کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي: ((د افغانستان د کرکټ بورډ د ملي‌ ادارې محترم چيرمین فرهان یوسفزي په امر په پاکستان کې افغانستان پخوانی سفیر ښاغلي عاطف مشعل د کرکټ ‌بورډ غړیتوب ختم کړل شو.))

په دغه خبرپاڼه کې زياته شوې ده: ((د ښاغلي عمومي رییس په لار ښونه عاطف مشعل نور حق نه لري چې د کرکټ بورډ په مسایلو کې لاسوهنه وکړيي. د افغانستان کرکټ بورډ به ډېر ژر د عاطف مشعل پر ځای کوم بل وړ کس د کرکټ بورډ غړيتوب ته ور وپېژني.))

په دغه خبرپاڼه کې مخکې ليکل شوي: ((هغه کسانو او ادارو ته چې د عاطف مشعل سره د کرکټ بورډ د غړي په صفت روابط ساتي‌ خبر ورکول کیږي چې کرکټ بورډ اداره په هیڅ ډول د ښاغلي ‌مشعل سره تړاو نه لري او نوموړی نشي کولای چې د کرکټ بورډ نوم وکاروي.))

په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي دي چې کرکټ بورډ د افغانستان يوه ملي اداره ده چې يوازې ملي کسان به يې غړيتوب ترلاسه کوي.

د يادولو وړ ده چې عاطف مشعل د څو کلونو لپاره د کرکټ بورډ عمومي رييس هم پاتې شوى دى، هغه تر عزيزالله فضلي مخکې د کرکټ بورډ عمومي رييس و، چې له ليرې کېدو وروسته په پاکستان کې د افغانستان سفير وټاکل شو.

په عاطف مشعل دا تورونه هم پورې کېږي، چې نه يوازې کرکټ يې سياسي کړ، بلکې تر وروستيو پورې يې په کرکټ او کرکټ بورډ کې لاسوهنې کولې او د يوې مافيا تر شا ولاړ و.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …