کورپاڼه / کرکټ / مشعل: د ليندۍ په ٢٥مه مې د کرکټ بورډ له غړيتوبه استعفا ورکړې
عاطف مشعل

مشعل: د ليندۍ په ٢٥مه مې د کرکټ بورډ له غړيتوبه استعفا ورکړې

په پاکستان کې د افغانستان پخوانى سفير، د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس او د کرکټ بورډ د بورډ پخوانى غړى عاطف مشعل وايي، چې هغه د ليندۍ په ٢٥مه خپل استعفاليک ورکړى و او له هغه راوروسته د بورډ غړى نه و.

تېره ورځ کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې وويل، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د عاطف مشعل د کرکټ بورډ غړيتوب ختم کړ او هغه له دې وروسته د کرکټ بورډ غړى نه دى.

خو عاطف مشعل بيا وايي: ((ما د تېر کال د ليندۍ مياشتې په ٢٥مه د سفارت له دندې لومړۍ استعفا سره يو ځاى د کرکټ بورډ له غړيتوبه ولسمشر ته خپله استعفا ليک وروسپاره او له هغې نېټې را په دېخوا د ياد بورډ غړى نه يم.))

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړې ده: ((هيله ده د کرکټ بورډ اداره د مفاهيمو او الفاظو په استعمال کې پام وکړي.))

د يادولو وړ ده چې عاطف مشعل چې کله د کرکټ بورډ عمومي رييس و، نو پر هغه دا تورونه لګېدل، چې کرکټ او کرکټ بورډ يې سياسي کړ.

وروسته چې کله د کرکټ بورډ له مشرۍ ليرې او په پاکستان کې د افغانستان سفير وټاکل شو، نو له هغه وروسته بيا د کرکټ بورډ بورډ غړى هم وټاکل شو.

ويل کېږي چې پخوانى اجراييوي رييس لطف الله ستانکزى هم د عاطف مشعل په هڅو په دغه بست ګمارل شوى و، چې د جولاى په مياشت کې فرهان يوسفزي په دنده کې د ناکامۍ څخه وروسته ليرې کړ او همدا راز تېره ورځ بيا فرهان يوسفزي د عاطف مشعل د کرکټ بورډ غړيتوب هم ختم کړ.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …