کورپاڼه / کرکټ / نن د شپږيزې ليګ د ډرافټ مراسم ترسره کېږي
شپږيزه ليګ

نن د شپږيزې ليګ د ډرافټ مراسم ترسره کېږي

د شپږيزې کرکټ ليګ د ډرافټ مراسم نن په کرکټ بورډ کې ماښام ٧:٣٠ بجې ترسره کېږي، چې هره لوبډله به پکې د خپلې خوښې لوبغاړي واخلي.

شپږيزه کرکټ ليګ چې د سپتمبر په ٦مه نېټه به په کابل کې د دفاعي اتلې مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو ترمنځ د لوبې سره پيل شي، د سپتمبر تر ١٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې سياليو کې د تېر په څېر شپږ لوبډلې ګډون لري، چې پکې مس عينک اتلان، بند امير ښاماران، سپين غر پړانګان، بوست ساتونکي، کابل بازان او امو نهنګان لوبډلې شاملې دي.

په دې لوبډلو کې د پنځه لوبډلو د ملکيت امتياز يې بېلا بېلو شرکتونو اخيستى دى، خو د بوست ساتونکي په تړاو تراوسه معلومات نه دي ورکړل شوي، چې د دې لوبډلې د ملکيت امتياز چا اخيستى او که نه.

په ډرافټ کې لوبغاړي په پنځه کټګوريو کې وېشل شوي دي، چې د ايکن لوبغاړو بيه ٥٥٠ زره افغانۍ ده، ډايمنډ لوبغاړي ٣٦٠ زره افغانۍ بيه لري، پلاټينيم لوبغاړي ٢٠٠ زره افغانۍ بيه لري، ګولډن لوبغاړي ١٢٠ افغانۍ بيه لري او سلور لوبغاړي بيا ٧٥ زره افغانۍ بيه لري.

د يادولو وړ ده چې د شپږيزې کرکټ ليګ د ډرافټ مراسم نن ماښام ٧:٣٠ بجې په ملي سپورټ ټلويزيون په ژوندۍ بڼه ښودلى کېږي، همدا راز د شپږيزې کرکټ ليګ ټولې سيالۍ به هم په ملي سپورټ ټلويزيون په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سيالۍ ښايي سږکال له تماشچيانو پرته ترسره شي، خو لا هم په دې اړه کرکټ بورډ په رسمي بڼه څه نه دي ويلي او ځينې سرچينې وايي، چې په دې تړاو بحثونه روان دي، چې ايا په لوبغالي کې تماشچيان پرېښودل شي او که نه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …