کورپاڼه / کرکټ / د سي پي ايل له پاڼې محمد نبي افغانانو ته د خپلواکۍ مبارکي ورکړه
محمد نبي

د سي پي ايل له پاڼې محمد نبي افغانانو ته د خپلواکۍ مبارکي ورکړه

د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) له رسمي ټويټر پاڼې څخه د افغانستان مخکښ الراونډر محمد نبي ټولو افغانانو ته د خپلواکۍ د ١٠١مې کاليزې مبارکي ورکړه.

د سي پي ايل په ټويټر د محمد نبي يوه ويډيو لږ ساعت مخکې خپره شوې ده، چې پکې ليکل شوي دي، چې محمد نبي هغه ټولو افغانانو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وايي، چې د نړۍ په هر ګوټ کې دا ورځ لمانځي.


د سي پي ايل سيالۍ تېره ورځ پيل شوي دي، چې د محمد نبي، راشد خان او مجيب الرحمان په ګډون پکې يو شمېر نور افغان لوبغاړي هم برخه لري.

تېره ورځ د راشد خان د لوبډلې لوبه هم وه او همدا راز د نوين الحق د لوبډلې لوبه هم وه، راشد خان ٢٦ ناسوځېدلې منډې وکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول، چې خپله لوبډله يې هم بريا ته ورسوله، خو نوين الحق که څه هم ٢ ويکټې ترلاسه کړې، خو لوبډله يې په لومړۍ لوبه کې ناکامه شوه.

نن د محمد نبي د لوبډلې سينټ لوسيه زوکس لوبه د جمايکا ټلاواس لوبډلې سره ده، د لوبې پچه جمايکا ټلاواس ګټلې وه او لومړى يې زوکس لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړې ده.

د يادولو وړ ده چې تېره ورځ راشد خان هم د لوبې پر مهال د افغانستان درې رنګه بېرغ په خپل مخ جوړ کړى و، چې د خپلواکۍ ١٠١مه کاليزه يې په دې توګه ولمانځله.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …