کورپاڼه / کرکټ / سي پي ايل: د مجيب لوبډلې د نبي، نجيب او ظاهر لوبډلې ته ماتې ورکړه
جمايکا ټلاواس

سي پي ايل: د مجيب لوبډلې د نبي، نجيب او ظاهر لوبډلې ته ماتې ورکړه

د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) په دريمه لوبه کې يو لوري ته محمد نبي، نجيب الله او ظاهر خان او بل لوري ته مجيب الرحمان لوبېدل، چې د مجيب الرحمان لوبډلې بريا خپله کړه.

دا د سي پي ايل دريمه لوبه وه، چې جمايکا ټلاواس پچه وګټله او لومړى يې د سينټ لوسيه زوکس لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سينټ لوسيه زوکس په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې روسټون چيس ٥٢، نجيب الله ځدراڼ ٢٥، انډري فليچر ٢٢، مارک ډيال ١٧ او محمد نبي ١٣ منډې وکړې.

د جمايکا ټلاواس له لوري مجيب الرحمان او ويراسمى پيرمول ٢-٢ لوبغاړي وسوځول، مجيب همدا راز محمد نبي هم وسوځاوه.

محمد نبي او مجيب

د ١٥٩ منډو هدف د جمايکا ټلاواس لوبډلې په ١٨.٥ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٥ لوبغاړو په توپير يې د زوکس لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دوى له لوري اصف علي ٤٧ ناسوځېدلې، ګلين پيليپس ٤٤ او رومان پاول ٢٦ منډې وکړې. د زوکس له لوري کيسريک ويليمس ٢ لوبغاړي وسوځول.

محمد نبي په ٢ اورونو کې ١٣ منډې ورکړې خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه، همدا راز ظاهر خان په ٤ اورونو کې ٣٦ منډې ورکړې او کومه ويکټ يې وانخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اصف علي ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې نن به بله لوبه او عمومي څلورمه لوبه د ګيانا امازون واريرز او سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريوټس لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. دا لوبه د افغانستان په وخت د شپې ٢ بجې پيلېږي.

د ګيانا امازون واريرز لوبډلې لپاره نوين الحق لوبېږي، چې په تېره لوبه کې يې هم دوه ويکټې ترلاسه کړې وې.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …