کورپاڼه / کرکټ / اصغر، ګربز، شهزاد، احمدي، قېس او کريم جنت په ايکن لوبغاړو کې وپېرل شو
ايکن لوبغاړي

اصغر، ګربز، شهزاد، احمدي، قېس او کريم جنت په ايکن لوبغاړو کې وپېرل شو

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو لپاره همدا اوس په کرکټ بورډ کې د لوبغاړو د پېرلو يا ډرافټ سيالۍ روانې دي، چې ټولې شپږواړه لوبډلې د خپلو لوبډلو لپاره لوبغاړي پېري.

هره لوبډله کولاى شي چې ١٧ لوبغاړي واخلي، چې په دې کې يو يو لوبغاړى دوى له پخوانيو څخه له ځان سره ساتلى شي او نور ١٦ لوبغاړي به په پنځه کټګوريو کې اخلي.

تر ټولو ستره کټګوري د ايکن لوبغاړو کټګوري ده، چې هر لوبغاړى پکې ٥٥٠ زره افغانۍ بيه لري. په دې کټګورۍ کې هره لوبډله حق لري چې يو لوبغاړى واخلي.

په دې کټګورۍ کې د بند امير ښامارانو اصغر افغان، د کابل بازانو رحمان الله ګربز، د مس عينک اتلانو محمد شهزاد، د امو نهنګانو جاوېد احمدي، د سپين غر زمريانو قېس احمد او د بوست ساتونکو بيا کريم جنت واخيستل.

همدا راز هغه لوبغاړي چې ټولو لوبډلو له مخکې څخه له ځان سره ساتلي دي، په هغوى کې د بوست ساتونکو ګلبدين نايب، د مس عينک اتلانو محمد نبي، د کابل بازانو سميع الله شينوارى، د سپين غر زمريانو نجيب الله ځدراڼ، د امو نهنګانو جمعه ګل مياخېل او د بند امير ښامارانو بيا راشد خان له ځان سره ساتلي دي.

په ډايمنډ کټګورۍ کې بيا کابل بازانو مجيب الرحمان او نوين الحق، مس عينک اتلانو نجيب الله ترکى او حشمت الله شهيدي، د بوست ساتونکو حمزه هوتک او رحمت شاه، امو نهنګانو يمين احمدزى او فريد ملک، سپين غر زمريانو افتاب عالم او کريم صادق او بند امير ښامارانو شرف الدين اشرف او حميد حسن واخيستل.

له دې وروسته پلاټينيم، ګولډين او سلور کټګورۍ پاتې دي، چې په پلاټينيم کې درې، ګولډين کې څلور او سلور کې ٦ لوبغاړي اخلي، چې په دې طريقې سره به هره لوبډله ١٧ لوبغاړي واخلي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …