کورپاڼه / کرکټ / د شپږيزې کرکټ ليګ د ټولو لوبډلو د لوبغاړو نوملړ
شپږيزه کرکټ ليګ

د شپږيزې کرکټ ليګ د ټولو لوبډلو د لوبغاړو نوملړ

د شپږيزې کرکټ ليګ د لوبغاړو د پېرلو يا ډرافټ مراسم نن شپه د افغانستان کرکټ بورډ کې ترسره شو، چې ټولو شپږ واړه لوبډلو پکې په بېلا بېلو کټګوريو کې د خپلې خوښې لوبغاړي وپېرل.

ټولو لوبغاړو ته په ډرافټ کې دا حق ورکړل شوى و، چې يو يو لوبغاړى د پخوانيو لوبغاړو څخه له ځان سره وساتي او همدا راز پاتې نور لوبغاړي بيا په ٥ بېلا بېلو کټګوريو کې په بېلا بېلو پړاوونو کې واخلي.

هرې لوبډلې ١٧ لوبغاړي واخيستل، چې يو پخوانى له ځان سره ساتل شوى لوبغاړى، ١ په ايکن کټګورۍ کې، ٢ په ډايمنډ کټګورۍ کې، ٣ په پلاټينيم کټګورۍ کې، ٤ په ګولډين کټګورۍ کې او ٦ په سلور کټګورۍ واخيستل.

د ټولو لوبډلو د لوبغاړو نوملړ:

د مس عينک اتلان:

محمد نبي، محمد شهزاد، نجيب الله ترکى، حشمت الله شهيدي، شاهدالله کمال، نور احمد لکڼوال، عبدالرحمان، صديق الله پاچا، دولت ځدراڼ، افسر ځاځى، ابراهيم خان، بهار علي شينوارى، عابد تڼيوال، عبدالله مزاري، عبدالباقي پوپل، جمشېد خان او غمى ځدراڼ.

د بند امير ښاماران:

اصغر افغان، راشد خان، شرف الدين اشرف، حميد حسن، ابراهيم ځدراڼ، حضرت الله ځاځى، طارق ستانکزى، ميروېس اشرف، ناصر جمال، وقار سلامخېل، عثمان غني، محمد سردار، ابراهيم عبدالرحيمزى، وفادار مومند، اکرام عليخېل، عمران مير او پروېز امين.

د کابل بازان:

سميع الله شينوارى، رحمان الله ګربز، نوين الحق، رياض حسن، صديق الله اتل، يونس احمدزى، احسان الله احسان، نجات مسعود، عظمت الله عمرزى، ضيا الرحمان اکبر، مجيب الرحمان، ضيا الرحمان شريفي، رحمان الله ځدراڼ، رحيم منګل، اسحاق رحيمي، عبدالله نايب او فرمان الله ساپى.

د امو نهنګان:

جاوېد احمدي، يوسف ځاځى، جمعه ګل، فرحان زاخېل، فريد ملک، مراد مرادي، شوکت زمان، يمين احمدزى، زاهد زاخېل، حيات الله ناصري، دروېش رسولي، باطن شاه، فطرت الله خاورې، قاسم اورياخېل، عبدالوصي، نصرت الله قرېشي او عمران محمدي.

د سپين غر زمريان:

نجيب الله ځدراڼ، قېس احمد، کريم صادق، شبير نوري، فضل ځاځى، افتاب عالم، ظاهر خان، وحيد الله شفق، عبدالله عادل، ناصر عمر، مسلم موسى، پروېز ملکزى، رحمت الله سهاک، بهير شاه محبوب، زبېد اکبري، ظاهر خان شېرزاد او تميم سرخرودي.

د بوست ساتونکي:

ګلبدين نايب، کريم جنت، رحمت شاه، حمزه هوتک، احسان الله جنت، سيد احمد شېرزاد، شفيق الله غفاري، منير احمد کاکړ، طاهر عادل، سليم ساپى، وقار الله اسحاقزى، عمران جنت، نثار وحدت، محمد عالم، غلام دستګير، نصيب الله شيردلي او ضيا الحق عيساخېل.

د يادولو وړ ده چې هره لوبډله دا حق هم لري چې ځينې لوبغاړي له ايمرجينګ څخه واخلي او په خپلو لوبډلو کې يې شامل کړي.

د لوبغاړو بيې:

ايکن کټګورۍ: ٥٥٠ زره افغانۍ، ډايمنډ کټګوري: ٣٦٠ زره افغانۍ، پلاټينيم کټګوري: ٢٠٠ زره افغانۍ، ګولډين کټګوري: ١٢٠ زره افغانۍ او سلور کټګوري: ٧٥ زره افغانۍ.

د يادولو وړ ده چې د شپږيزې کرکټ ليګ سيالۍ د سپتمبر په ٦مه نېټه د دفاعي اتلې لوبډلې مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو ترمنځ د لوبې سره پيلېږي او پايلوبه به د سپتمبر په ١٦مه نېټه ترسره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …