کورپاڼه / کرکټ / نوين کومه ويکټ ترلاسه نه کړه، خو لوبډله يې بريالۍ شوه
نوين الحق

نوين کومه ويکټ ترلاسه نه کړه، خو لوبډله يې بريالۍ شوه

د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) څلورمه لوبه کې نوين الحق کومه ويکټ ترلاسه نه کړه، خو د هغه لوبډلې د ٣ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.

دا لوبه د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريوټس او ګيانا امازون واريرز ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې پچه واريرز وګټله او پېټريوټس ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

پېټريوټس په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې ايون ليويس ٣٠ او بين ډنک ٢٩ منډې وکړې.

د واريرز له لوري کيمو پاول په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې په ٤ اورونو کې يې ١٩ منډې ورکړې او ٤ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز عمران طاهر ٢ او کرس ګرين ١ ويکټ واخيسته. نوين الحق هم ٤ اورونه ترسره کړل او ٣٠ منډې يې ورکړې، خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د ١٢٨ منډو هدف د ګيانا امازون واريرز لوبډلې په ١٧ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٣ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د دوى له لوري شيمرون هيټماير په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې په ٤٤ توپونو يې ٧١ منډې ترلاسه کړې، نوموړي ٣ شپږيزې او ٨ څلوريزې هم ووهلې. په نورو لوبغاړو کې چندرپال همراج ١٩ منډې وکړې.

د پېټريوټس له لوري رياد ايمرټ ٣، شيلډون کوټريل او ډومينيک ډرېکس ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کيمو پاول ترلاسه کړه، چې نوموړي د ١٩ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي سوځولي و.

د يادولو وړ ده چې پنځمه لوبه د بارباډوس ټريډينټس او سينټ لوسيه زوکس ترمنځ ترسره کېږي، چې په ټريډينټس کې راشد خان او په زوکس کې محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ او ظاهر خان لوبېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …