د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړيتوب يا د بورډ ممبرانو ته نوي غړي ټاکل شوي دي، چې يو پکې هم د کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر محمد نبي هم شامل دى.
د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په ټويټر کې د بورډ د ممبرانو عکسونه خپاره کړي دي او د بورډ نوو غړيو ته يې هرکلى ويلى دى.
د کرکټ بورډ د بورډ غړي ٨ کسان دي، چې ځينې پکې پخواني هم پاتې شوې دي او نور ټول غړي ورته نوي ټاکل شوي دي. په دې غړيو کې ضيا الحق امرخېل، حسينه ساپۍ، هارون مير، فريدون الهام، ګلالۍ نور ساپۍ، محمد نبي، روح الله خانزاده او عبدالرحمان الکوزى شامل دي.
I would like to welcome new board members of @ACBofficials! I am looking forward working with the new and existing members to enhance @ACBofficials further! pic.twitter.com/CAM165nwai
— Farhan_Yusefzai (@Farhan_YusEfzai) August 20, 2020
څو ورځې وړاندې فرهان يوسفزي د کرکټ بورډ د پخواني عمومي رييس او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير عاطف مشعل د کرکټ بورډ غړيتوب هم ختم کړى و.
د کرکټ بورډ د بورډ غړو کې په لومړي ځل يو لوبغاړى هم شامل شوى دى، تر دې مخکې د بورډ غړو کې کوم لوبغاړى نه و شامل خو اوس پکې د ملي لوبډلې لوبغاړى محمد نبي شامل شوى دى.
محمد نبي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوى دى، اوس هم د ملي لوبډلې يو له تجربه کارو لوبغاړو څخه دى. هغه په شل اوريزو لوبو کې يو له مخکښو لوبغاړو څخه هم دى، چې اوس مهال د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) کې لوبېږي.