کورپاڼه / کرکټ / اى پي ايل: کنګز اليون پنجاب لوبډلې يو بل افغان لوبغاړى هم واخيست
فضل حق

اى پي ايل: کنګز اليون پنجاب لوبډلې يو بل افغان لوبغاړى هم واخيست

د افغانستان د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې لوبغاړى فضل حق د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) د کنګز اليون پنجاب لوبډلې د تمريناتي توپ اچونکي په توګه په خپله لوبډله کې شامل کړ.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د کنګز اليون پنجاب لوبډله چې افغان ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان پکې لوبېږي، اوس تازه يو بل نوى افغان لوبغاړى هم په خپله لوبډله کې شامل کړ.

دا لوبغاړى فضل حق نومېږي، چې سږکال د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو په نړيوال جام کې د افغانستان د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې برخه و.

نوموړى نن د کنګز اليون پنجاب لوبډلې په تمريناتي کمپ کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته تللى دى. هغه چپ لاسى چټک توپ اچونکى دى، چې د يادې لوبډلې له لوري د اى پي ايل ١٣م پړاو سياليو په موخه د چمتووالي په تمريناتي کمپ کې د ګډون لپاره غوره شوى دى، چې په دغه ٢٩ ورځني تمريناتي کمپ کې به فضل حق د تمريناتي توپ اچونکي (Net Bowler) رول ادا کړي.

فضل حق له هندي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې په تمريناتي کمپ کې ګډون د هغه لپاره لويه موقع ده او هغه به له دې څخه پوره ګټه ترلاسه کړي.

نوموړي ويلي دي، چې په دې تمريناتي کمپ کې به د نړۍ له مشهورو لوبغاړو او روزونکو څخه ډېر څه زده کړي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ډايريکټر انيل کمبلى د فضل حق يوه ويډيو ليدلې وه، چې له هغه وروسته يې نوموړى په خپل تمريناتي کمپ کې شامل کړ.

د يادولو وړ ده چې فضل حق په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کومې لوبډلې له لوري نه دى پېرل شوى.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …