د کارابين پريمئير ليګ (س پي ايل) پنځمه لوبه کې د محمد نبي او راشد خان لوبډلې مخامخ شوې، چې نبي خپله لوبډله بريا ته ورسوله او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه، همدا راز راشد خان بيا ٢ ويکټې واخيستې.
دغه لوبه چې د بارباډوس ټريډينټس او سينټ لوسيه زوکس ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ټريډينټس وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.
بارباډوس ټريډينټ په ١٨.١ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې وکړې، چې د باران له امله لوبه وځنډېده. د ټريډينټس له لوري جانسن چارلس ٣٥، جېسن هولډر ٢٧ او شاى هوپ ١٩ منډې وکړې.
د زوکس له لوري سکاټ کګلين او روسټون چيس ٢-٢، محمد نبي، کيسريک ويليمس او مارک ديال ١-١ ويکټ واخيسته. همدا راز محمد نبي د يوې ويکټې تر څنګ يو کېچ هم ونيولو.
لوبه د باران له امله وځنډېده او کله چې باران ودرېده، نو د سينټ لوسيه زوکس لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړل شوه. زوکس لوبډلې ته د ډي ايل قانون له مخې په ٥ اورونو کې ٤٧ منډې هدف وټاکل شو.
د زوکس لوبډلې په ٤.١ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره کړ او د ډي ايل قانون له مخې يې د ٧ ويکټو په توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه. د زوکس لپاره انډري فليچر ١٦ ناسوځېدلې، محمد نبي ١٥، راهکيم کورنوال ١٤ او نجيب الله ځدراڼ ٥ منډې ترلاسه کړې.
د ټريډينټس له لوري بيا راشد خان په ٢ اورونو کې د ٢٤ منډو په بدل کې ٢ لوبغاړي وسوځول.
Team Ball presented to the most impactful player of the match! 👏👏👏 #ZouksSaChaud #CPL20 #CricketPlayedLouder #SLZvBT pic.twitter.com/5bSVMMicQo
— St Lucia Zouks (@Zouksonfire) August 20, 2020
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد نبي ترلاسه کړه، چې ١ ويکټ يې اخيستې وه، ١ کېچ يې نيولى و او همدا راز د توپوهنې پر مهال يې هم ښه توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.