کورپاڼه / کرکټ / راشد خان چټکې ٣٠٠ ويکټې ترلاسه کړې
راشد خان

راشد خان چټکې ٣٠٠ ويکټې ترلاسه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي په شل اوريزو لوبو کې د ويکټو درې سليزې پوره کړې او د نړۍ کم عمره او چټک توپ اچونکى شو، چې ٣٠٠ ويکټې يې په شل اوريزو لوبو کې ترلاسه کړې.

تېره ورځ نوموړي د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) په لوبه کې د افغان لوبغاړي محمد نبي ويکټ واخيسته او له دې سره هغه په شل اوريزو لوبو کې تر نورو ژر او په کم عمر کې د ٣٠٠ ويکټو هدف پوره کړ.

راشد خان د ٣٠٠ ويکټو هدف په ٢١٣ لوبو کې پوره کړ او د ٣٠٠مې ويکټې پر مهال د نوموړي عمر ٢١ کاله او ٣٣٥ ورځې دى.

راشد خان چې په ٢٠١٥ کال کې يې په لومړي ځل د افغانستان لپاره په نړيوالو لوبو کې ګډون وکړ، په ډېر لږ وخت کې يې خپله وړتيا ښکاره کړه او نه يوازې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو له مهمو لوبغاړو څخه شو، بلکې د نړۍ په کچه په سترو تجارتي ليګونو کې ولوبېده او خپل ځانګړى ځاى يې پېدا کړ.

نوموړي نړيوال او تجارتي کرکټ ته له راتګ سره سم ډېر نوي ريکارډونه جوړ کړل، چې ښايي ځينې ريکارډونه تر ډېر وخته پورې د هغه په نوم وي او څوکۍ يې ژر مات نه کړاى شي.

راشد خان د ملي لوبډلې تر څنګ په لسګونو نورو لوبډلو کې هم لوبېږي، چې د نړۍ د سترو تجارتي ليګونو کې لوبېدلى او لا هم لوبېږي.

د شل اوريزو لوبو پرته نوموړي په ټېسټ لوبو کې ٢٣، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ١٣٣ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٨٩ ويکټې ترلاسه کړې دي. همدا راز په فرسټ کلاس لوبو کې يې ٥٨ او په ليسټ اې لوبو کې يې ١٣٧ ويکټې اخيستي دي.

که د راشد خان د نړيوالو او نورو ټولو لوبو په اړه خبره وشي، نو نوموړي بيا تراوسه پورې په ټولو لوبو کې ٧٤٠ ويکټې اخيستي دي.

راشد خان اوس مهال د کارابين پريمئير ليګ سياليو کې د بارباډوس ټريډينټس لوبډلې لپاره لوبېږي، په روان ليګ کې يې تراوسه پورې دوه لوبې ترسره کړې دي، چې په لومړۍ لوبه کې يې د ٢٧ منډو په بدل کې ٢ او په دويمه لوبه کې يې د ٢٤ منډو په بدل کې ٢ لوبغاړي سوځولي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …