کورپاڼه / کرکټ / افغانستان کرکټ بورډ غواړي د اسټراليا او ويسټ انډيز کوربه توب وکړي
افغانستان، ويسټ انډيز او اسټراليا

افغانستان کرکټ بورډ غواړي د اسټراليا او ويسټ انډيز کوربه توب وکړي

د افغانستان کرکټ بورډ هيله من دى چې د ٢٠٢١ کال نړيوال شل اوريز جام څخه مخکې به د اسټراليا او ويسټ انډيز کوربه توب وکړي او دا درې اړخيزه شل اوريزه لوبلړۍ به په هند کې په خپل کوربه توب کې ترسره کړي.

د (کريکبز) وېبپاڼې په خپل يو راپور کې ليکلي دي، چې د درې واړه هېوادونو کرکټ بورډونه د دې درې اړخيزه لوبلړۍ ترسره کولو لپاره پايلې ته رسېدلي دي او په راتلونکې کې به د دې سياليو نېټه او ځاى هم مشخص شي.

د ٢٠٢٠ کال نړيوال شل اوريز جام چې په اسټراليا کې ترسره کېدونکى و، د کورونا له امله ٢٠٢٢ کال ته وځنډول شو او هند به په ٢٠٢١ کال کې نړيوال شل اوريز جام په خپل کوربه توب کې ترسره کړي.

د کرکټ بورډ سرپرست اجراييوي رييس نظيم جار عبدالرحيمزي له کريکبز سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې دا درې اړخيزه لوبلړۍ به د نړيوال جام څخه مخکې په هند کې ترسره کړي، چې افغانستان، ويسټ انډيز او اسټراليا به پکې ګډون کوي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا له امله د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ٥ نړيوالو شل اوريزو لوبو لوبلړۍ، چې د زمبابوې په هرارې کې د اګست په مياشت کې ترسره کېدونکې وه، هم لغوه شوې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ډايريکټر او د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز وايي، چې دوى هيله من دي چې د اسټراليا سره يوازينۍ ټېسټ لوبه، چې د نومبر په ٢١مه نېټه په پرت کې پلان شوې ده، په خپل وخت ترسره کړي.

خو د کورونا له امله په ټوله نړۍ کې د کرکټ ډېرې سيالۍ ځينې لغوه شوې او ځينې وځنډول شوې چې په راتلونکو کلونو کې پلان شوې، په داسې وخت کې د اسټراليا کرکټ بورډ يقيني نه دى چې له افغانستان سره به ټېسټ لوبه ترسره کړي او که نه.

د يادولو وړ دا هم ده چې د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) هم د سپتمبر له ١٩مې بيا د نومبر تر ١٠مې پورې په متحده عربي اماراتو کې پلان شوى دى. همدا راز شپږيزه کرکټ ليګ هم د سپتمبر په ٦مه نېټه پيلېږي چې د سپتمبر تر ١٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …