کورپاڼه / کرکټ / د هند کرکټ بورډ غواړي چې دهوني ته د مخه ښې لوبه برابره کړي
مهيندرا سينګ دهوني

د هند کرکټ بورډ غواړي چې دهوني ته د مخه ښې لوبه برابره کړي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي اى) غواړي چې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي مهيندرا سينګ دهوني لپاره د مخه ښې لوبې برابره کړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند کرکټ بورډ يو غړي رسنيو ته ويلي دي، چې اوسمهال هېڅ نړيواله لوبلړۍ نشته دى او د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) نږدې ورځو کې پيلېږي، چې له دې سياليو وروسته به دوى وګوري چې د مهيندرا سينګ دهوني لپاره د مخه ښې يوه لوبه برابره کړي، ځکه د هند کرکټ لپاره د هغه خدمتونه د هېرولو نه دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې ده، چې دوى له مخکې څخه د مهيندرا سينګ دهوني لپاره د مخه ښې لوبې جوړولو په فکر کې و، خو هغه په داسې وخت کې خپله استعفا اعلان کړه، چې هېچا يې هم په اړه فکر نه و کړى، کرکټ بورډ به له هغه سره په دې اړه خبرې وکړي.

د يادولو وړ ده چې څو ورځې مخکې مهيندرا سينګ دهوني په انسټاګرام باندې اعلان وکړ، چې هغه نور له هر ډول نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه.

د دهوني څخه وروسته د هند کرکټ ملي لوبډلې يو بل مخکښ لوبغاړي سرېش راينا هم د خپلې استعفا اعلان وکړ.

دهوني د هند يو له مخکښو لوبډلمشرانو، توپوهونکو او ويکټ ساتونکو څخه و، نوموړي د خپلې لوبډلمشرۍ پر مهال نړيوال جام، نړيوال شل اوريز جام او د چيمپينز ټرافۍ اتلولۍ هم ترلاسه کړې وي.

د يادولو وړ ده چې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د لوبغاړو لپاره د مخه ښې لوبې برابرول هم ممکن نه وي، ځکه ځينې کرکټ بورډونه چې لوبغاړي له لوبډلو څخه ليرې کړي، نو وروسته د استعفا پر مهال هم هغوى ته دا چانس برابر نه شي چې د خپل هېواد لپاره وروستۍ لوبه ترسره کړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …