د هندي فلمونو مخکښې هنرمندې پريټي زنټا تېره ورځ په کارابين پريمئير ليګ کې په ښې او غوره لوبه ترسره کولو محمد نبي ته مبارکي ورکړه.
تېره ورځ په کارابين پريمئير ليګ کې د بارباډوس ټريډينټس او سينټ لوسيه زوکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ټريډينټس په ١٨.١ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې وکړې، خو د باران له امله لوبه وځنډېده.
وروسته د ډي ايل قانون له مخې زوکس لوبډلې ته په ٥ اورونو کې د ٥٠ منډو هدف وټاکل شو، چې زوکس لوبډلې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
محمد نبي په دې لوبه کې ١ ويکټ ترلاسه کړه او همدا راز ١ کېچ يې هم ونيولو، د دې تر څنګ په توپوهنه کې يې په ٦ توپونو ١٥ منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.
We are proud of @MohammadNabi007‘s performance – the Man of the Match against Barbados Tridents!#CPL #T20 #cricket #stluciazouks #zouksonfire #cplt20 #sports #CPL20 #ManOfTheMatch #TeamPlayer #INDIBET #INDIBETGames pic.twitter.com/saeFfhX2Fe
— St Lucia Zouks (@Zouksonfire) August 21, 2020
نوموړي ته د ښې لوبې ترسره کولو په بدل کې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.
پريټي زنټا په خپل يو ټويټ کې د سينټ لوسيه لوبډلې ته په کارابين پريمئير ليګ کې په لومړۍ بريا مبارکي ورکړې ده او همدا راز د نورو برياوو هيله يې کړې ده.
هغې په ځانګړې توګه بيا محمد نبي ته مبارکي ورکړې ده، چې د دغه لوبې غوره لوبغاړى و.
Congratulations @Zouksonfire for our first win in the #CPL 👊👍💪🏏 Looking forward to many more. Congrats to all the players Well Played Everyone 👍🏏 specially the Man of the match #Nabi #Celebration #Teameffort #Yeah #Ting pic.twitter.com/FZXXHBpGSC
— Preity G Zinta (@realpreityzinta) August 20, 2020
محمد نبي هم د پريټي زنټا ياد ټويټ ريټويټ کړى دى.
د يادولو وړ ده چې پريټي زنټا په کارابين پريمئير ليګ کې د سينټ لوسيه زوکس لوبډلې مالکه ده، دا لوبډله د پريټي زنټا په ګډون ٤ هنديانو اخيستې ده.
د پريټي زنټا پرته موهيت برمن، نيس واډيا او کرن پاول هغه کسان دي چې د دې لوبډلې مالکيت لري.