کورپاڼه / کرکټ / د انګلستان او پاکستان ٣م ټېسټ: د زاک کراولي زبردسته توپوهنه، انګلستان ٣٣٢ منډې وکړې
زاک کراولي او جاس بټلر

د انګلستان او پاکستان ٣م ټېسټ: د زاک کراولي زبردسته توپوهنه، انګلستان ٣٣٢ منډې وکړې

د انګلستان او پاکستان ترمنځ دريمه ټېسټ لوبه نن پيل شوې ده، چې زاک کراولي پکې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ١٧١ ناسوځېدلې منډې يې کړې دي، انګلستان د ورځې تر پاى پورې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٣٣٢ منډې کړې دي.

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د درې ټېسټ لوبو لړۍ دريمه يا وروستۍ ټېسټ لوبه نن په ساوتهمپټن کې پيل شوه. په پيل کې د لوبې پچه انګلستان وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

د انګلستان د پيل توپوهونکي ژر وسوځېدل، روري برنز ٦ منډې کړې وې چې د شاهين شاه اپريدي په توپ شان مسعود کېچ کړ او ډام سبلي ٢٢ منډې کړې وې چې د ياسر شاه په توپ يې خپله ويکټ له لاسه ورکړه.

خو وروسته زاک کراولي توپوهنې ته راغى، چې ښه توپوهنه يې پيل کړه، که څه هم لوبډلمشر جو روټ او اولي پاپ ورسره ملګرتيا ونه کړاى شوه، خو جاس بټلر ورسره ملګرتيا ته دوام وکړ او دواړو زبردسته توپوهنه وکړه.

د لومړۍ ورځې تر پاى پورې انګلستان د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٣٣٢ منډې وکړې، چې زاک کراولي په ١٧١ منډو ناسوځېدلى او جاس بټلر په ٨٧ منډو ناسوځېدلى ولاړ دى.

دا د زاک کراولي لومړنۍ سليزه ده چې په ټېسټ لوبو کې يې ووهله.

د پاکستان له لوري بيا ياسر شاه ٢، شاهين شاه اپريدي او نسيم شاه ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې په لومړۍ لوبه کې انګلستان بريا خپله کړې وه او دويمه لوبه د باران له امله پوره ترسره نه شوه، چې بې پايلې پاى ته ورسېده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …