کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ايپل شرکت د مارکيټ ارزښت ٢ ټريليونه امريکايي ډالرو ته ورسېد
ايپل شرکت

د ايپل شرکت د مارکيټ ارزښت ٢ ټريليونه امريکايي ډالرو ته ورسېد

د ټېکنالوژۍ ستر شرکت ايپل د مارکيټ ارزښت ٢ ټريليونه يا ٢ زره ميليارده امريکايي ډالرو ته ورسېد.

د اې اېف پي خبري اژانس د راپور په وېنا، ايپل د امريکا لومړنى شرکت شو چې د مارکيټ ارزښت يې ٢ ټريليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلى دى.

د کورونا له امله د ګرځبندېز پر مهال د ټېکنالوژۍ د نورو شرکتونو کاروبار هم وده وکړه، خو د ايپل شرکت توکي بيا تر نورو ډېر پېرل شوي دي او ټول شرکتونه يې شاته پرېښي دي.

د ګرځبندېز پر مهال نه يوازې دا چې د ايپل د موبايلونو، ټابلېټونو او ساعتونو په پېر کې زياتوالى راغلى، بلکې د دې لپاره لپاره اپليکېشنونه او نور سرويسونه هم په لويه کچه وپېرل شول.

د بلومبرګ د راپور په وېنا، د ايپل شرکت د مارکيټ د ارزښت له زياتېدو سره سم د دغه شرکت د اجراييوي رييس ټم کوک شتمني هم يو ميليارد ډالرو ته ورسېده.

په نورو امريکايي شرکتونو کې بيا امازون، مايکروسافټ او ګوګل الفابيټ د مارکيټ ارزښت هم يو ټريليون يا زر ميليارده امريکايي ډالرو ته رسېدلى دى.

د ٢٠١٨ کال په مارچ کې ايپل لومړنى شرکت و چې د مارکيټ ارزښت يې ١ ټريليون يا زر ميليارده امريکايي ډالرو ته رسېدلى و.

شنونکي وايي، چې د ايپل شرکت د کاميابۍ لامل د دې شرکت اجراييوي رييس ټم کاک دى، چې هغه په خپلې وړتيا سره وکولاى شول د ايپل شرکت دې مقام ته ورسوي.

لارا مارټن وايي، چې ټم کوک هېڅ نوى نوښت نه دى کړى، خو هغه په خپله رهنمايۍ کې په خپل شرکت کې داسې خوندور حالات راجوړ کړل، چې کارونه يې څو چنده ښه شو.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کورونا ويروس

داسې اپليکېشن چې د ټوخي په مرسته کورونا ويروس معلوموي

د جرمني د ټېکنالوژۍ يو شرکت يو داسې موبايل اپليکېشن جوړوي، چې د انسان له …