کورپاڼه / خپلواک / د محمد نبي د مرګ په تړاو خبر حقيقت لري؟
محمد نبي

د محمد نبي د مرګ په تړاو خبر حقيقت لري؟

خپلواک وېبپاڼه (٤ اکتوبر ٢٠١٩): د افغانستان د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړى او الراونډر محمد نبي د مرګ په تړاو نن په ټولنيزو رسنيو او ځينو وېبپاڼو کې خبرونه خپاره شوي ول، چې هغه محمد نبي په خپله رد کړل.

په ټولنيزو رسنيو کې، په ځانګړې توګه په ټويټر او په فېسبوک کې د ځينو کسانو له لوري دا خبر خپور شوى و، چې د افغانستان ملي لوبډلې الراونډر محمد نبي خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

يو شمېر ټويټر کاروونکو خو بيا د محمد نبي لپاره د جنت الفردوس غوښتنه هم کړې وه او همدا وه چې ياد خبر ډېر خپور شو، نه يوازې په ټويټر کې بلکې په فېسبوک کې هم د محمد نبي د مرګ په تړاو اوازې خپرې شوې. همدا راز په ټولنيزو رسنيو کې يو انځور هم ښکته پورته کېده، چې هغه د محمد نبي انځور نه دى.

وروسته محمد نبي په خپله رسمي فېسبوکپاڼه باندې دغه خبر په خپله رد کړ او وې ليکل چې هغه روغ جوړ دى. نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه باندې وليکل:

((درنو ملګرو! الحمدالله زه روغ جوړ يم. زما د مړينې خبر چې د ځينو رسنيو له خوا خپور شوى و، مطلق دروغ ده. مننه))

محمد نبي چې د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوى دى، اوس مهال نوموړى په ملي لوبډله کې يو تجربه کاره لوبغاړى دى، خو يوازې د درې ټېسټ لوبو ترسره کولو وروسته يې په بنګله دېش کې له ټېسټ لوبو څخه استعفا ورکړه.

نوموړى په شپږيزه کرکټ ليګ کې د مس عينک اتلانو لوبډلې لوبډلمشر دى، چې ياد ليګ به دوه ورځې وروسته، د اکتوبر په ٧مه نېټه په کابل لوبغالي کې پيل شي.

د مشهورو خلکو په تړاو دا لومړى ځل نه دى چې داسې خبرونه خپاره کېږي، بلکې په ټولنيزو رسنيو کې د سياستوالو، کرکټ لوبغاړو، هنرمندانو او نورو کسانو په تړاو وخت نا وخت جعلي خبرونه خپاره کېږي، چې ډېرى مهال دا ډول خبرونه د خلکو له لوري هم لاس په لاس کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: له تماشچيانو پرته لوبې به خوند له لاسه ورکړي

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او نامتو توپوهونکى ويراټ کوهلي وايي، که چېرته کرکټ …