کورپاڼه / کرکټ / خوست لوبډلې د چېلنج کپ اتلولي وګټله
شاهدالله

خوست لوبډلې د چېلنج کپ اتلولي وګټله

د چېلنج کپ لومړۍ درجه ولايتي سياليو په پايلوبه کې د خوست ولايت لوبډلې د ننګرهار ولايت لوبډلې ته ماتې ورکړه او د چېلنج کپ اتلولي يې په خپل نوم کړه.

دغه لوبه چې نن په خوست لوبغالي کې ترسره شوه، خوست لوبډلې يې پچه وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه.

د ننګرهار لوبډلې په ٤٧.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې بهار شينواري ٦٢، لوبډلمشر شوکت زمان ٣٣، محمد ابراهيم ٢٥ ناسوځېدلې او محمد اسحاق ٢٣ منډې وکړې.

د خوست له لوري حسيب الله او اصغر اتل په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې دواړو ٣-٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز نسيم منګل، شاهدالله او نور احمد هم ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢٣٤ منډو هدف د خوست لوبډلې په ٤٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د پنځه ويکټو په توپير يې د چېلنج کپ اتلولي په خپل نوم کړه.

د خوست لپاره لوبډلمشر شاهدالله ١١٩ ناسوځېدلې منډې وکړې چې خپله لوبډله يې بريالۍ کړه. همدا راز رحيم منګل او محمدالله هم ٣٩-٣٩ منډې وکړې.

د ننګرهار له لوري طارق ستانکزي ٢، فطرت الله خاورې، باطن شاه او محمد ابراهيم ١-١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شاهدالله ترلاسه کړه، همدا راز د چېلنج کپ د غوره لوبغاړي جايزه بيا طارق ستانکزي ته ورکړل شوه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …