کورپاڼه / کرکټ / محمد نبي لومړنى افغان توپوهونکى شو چې شل اوريزو لوبو کې يې ٤٠٠٠ منډې پوره کړې
محمد نبي

محمد نبي لومړنى افغان توپوهونکى شو چې شل اوريزو لوبو کې يې ٤٠٠٠ منډې پوره کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي، چې د ملي لوبډلې تر څنګ په سترو سترو تجارتي ليګونو کې هم لوبېږي، لومړنى افغان لوبغاړى شو چې په شل اوريزو لوبو کې يې ٤٠٠٠ منډې پوره کړې.

محمد نبي چې اوسمهال په کارابين پريمئير ليګ کې د سينټ لوسيه زوکس لوبډلې لپاره لوبېږي، نن يې د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريوټس لوبډلې پر وړاندې په ٢٢ توپونو ٣٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او دې هدف ته يې ځان ورساوه.

٣٥ کلن محمد نبي چې په ډېرو تجارتي ليګونو کې لوبېدلى دى، تراوسه پورې يې ٢٦١ لوبې ترسره کړې دي او ٤٠١٤ منډې يې پکې ترلاسه کړې دي.

هغه لومړنى افغان توپوهونکى شو چې دا کارنامه يې ترسره کړه.

محمد نبي په ٢٢.٦٠ اوسط او ١٤٢.٣١ سټرايک رېټ سره توپوهنه ترسره کړې ده، چې ١١ پنځوسيزې يې هم وهلي دي. نوموړي همدا راز په شل اوريزو لوبو کې بيا ٢٥٧ ويکټې هم ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې بيا د ١٠ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.

په شل اوريزو لوبو کې بيا تر ټولو زياتې منډې د ويسټ انډيز کريس ګيل ترلاسه کړې دي، نوموړي په ٤٠٤ لوبو کې ١٣٢٩٦ منډې ترلاسه کړې دي. همدا راز په دويم مقام کې ورپسې بيا کيرون پولارډ راځي، چې هغه په ٥٠٣ لوبو کې ١٠٠١٥ منډې ترلاسه کړې دي.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې بيا راشد خان په شل اوريزو لوبو کې ٣٠٠ ويکټې هم پوره کړې. راشد خان تر ټولو کم عمره او همدا راز په کمو لوبو کې دا کارنامه ترسره کړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …