کورپاڼه / کرکټ / دريم ټېسټ؛ زاک کراولي او جاس بټلر له پاکستانيانو بڼې وويستې، انګلستان ٥٨٣ منډې وکړې
زاک کراولي

دريم ټېسټ؛ زاک کراولي او جاس بټلر له پاکستانيانو بڼې وويستې، انګلستان ٥٨٣ منډې وکړې

د انګلستان او پاکستان ترمنځ په دريمه ټېسټ لوبه کې د انګلستان زاک کراولي او جاس بټلر د پاکستاني توپ اچونکو څخه بڼې وويستې. انګلستان په ٥٨٣ منډو خپله پاڼۍ پاى ته ورسوله.

دا لوبه چې د اګست په ٢١مه نېټه پيل شوې، نن يې دويمه ورځ ده.

انګلستان د پچې ګټلې وروسته توپوهنه غوره کړه.

انګلستان په دويمه ورځ د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٥٨٣ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ډيکلېر يا پاى ته ورسوله. د انګلستان له لوري زاک کراولي او جاس بټلر په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه. زاک کراولي ٢٦٧ منډې وکړې، چې دا يې په يوه لوبه کې تر ټولو زياتې منډې هم دي. همدا راز جاس بټلر بيا ١٥٢ منډې ترلاسه کړې. په نورو لوبغاړو کې کرس ووکس ٤٠ او ډام بيس ٢٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د پاکستان له لوري شاهين شاه اپريدي، ياسر شاه او فواد عالم ٢-٢، اسد شفيق او نسيم شاه بيا ١-١ ويکټ واخيسته.

دا د انګلستان او پاکستان ترمنځ د درې ټېسټ لوبو لوبلړۍ دريمه يا وروستۍ لوبه ده، لومړۍ لوبه انګلستان ګټلې او دويمه بيا بې پايلې پاى ته رسېدلې ده. همدا راز دا سيالۍ د ټېسټ چيمپينشپ اتلولۍ لوبې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …