کورپاڼه / کرکټ / د اسټراليا کرکټ ملي لوبډله انګلستان ته لاړه
اسټراليا کرکټ ملي لوبډله

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډله انګلستان ته لاړه

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډله انګلستان ته لاړه، چې په انګلستان کې به د انګلستان له ملي لوبډلې سره د  نړيوالو شل اوريزو او نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کړي.

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې ٢١ کسيزه لوبډله نن په يوه ځانګړې الوتکه کې انګلستان ته تللې ده. اسټراليا به له انګلستان سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو او ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کوي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د سپتمبر په ٤مه، ٦مه او ٨مه نېټه په ساوتهمپټن کې شل اوريزې لوبې ترسره کړي او همدا راز د سپتمبر په ١١مه، ١٣مه او ١٦مه نېټه به نړيوالې يو ورځنۍ لوبې په مانچسټر کې ترسره شي.

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر سټيو سميت وايي، چې په انګلستان کې به د لوبو پر مهال د تماشچيانو نه شتون ډېر احساس کړي. نوموړي وويل چې له انګلستان سره به يې لوبلړۍ ډېرې ښې وي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا له امله په ټوله نړۍ کې د کرکټ سيالۍ ځنډول شوې وې، خو د کورونا تر يو څه حد کنټرول وروسته انګلستان لومړنى هېواد و، چې د نړيوالو لوبه کوربه توب يې وکړ.

انګلستان لومړى د ويسټ انډيز لوبډلې کوربه توب وکړ او له ويسټ انډيز لوبډلې سره يې درې ټېسټ لوبې ترسره کړې، له هغه وروسته يې د ايرلېنډ لوبډلې کوربه توب وکړ او درې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې يې ورسره ترسره کړې.

همدا راز اوس د انګلستان او پاکستان ترمنځ دريمه ټېسټ لوبه روانه ده، د درې ټېسټ لوبو لړۍ کې يوه انګلستان ګټلې او دويمه بې پايلې پاى ته رسېدلې دې. د ټېسټ لوبلړۍ له ختمېدو وروسته به انګلستان او پاکستان ٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې هم ترسره کړي او له هغه وروسته به انګلستان د اسټراليا کوربه توب وکړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …