کورپاڼه / کرکټ / له کرکټ بورډ خپه شوى نور علي ځدراڼ د کابل بازانو لوبډلې سره يو ځاى شو
نور علي ځدراڼ

له کرکټ بورډ خپه شوى نور علي ځدراڼ د کابل بازانو لوبډلې سره يو ځاى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکى نور علي ځدراڼ، چې له کرکټ بورډ څخه خپه شوى و او له همدې امله يې د شپږيزې کرکټ ليګ د ډرافټ لپاره نومليکنه هم نه وه کړې، اوس د کابل بازانو له لوبډلې سره يو ځاى شو.

نور علي ځدراڼ په تېره شپږيزه (٢٠١٩) کې تر ټولو زياتې منډې هم ترلاسه کړې وې، هغه د مس عينک اتلانو لوبډلې لپاره لوبېده چې په ٧ لوبو کې يې ٣٥٤ منډې کړې وې.

د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر رحمان الله ګربز په خپل فېسبوک کې ليکلي دي، خوشحاله يم چې د نور علي ځدراڼ په څېر مسلکي لوبغاړى په خپل ټيم کې لرم.

هغه ليکي: ((ډېر خوشحاله يم چې د نور علي ځدراڼ په شان يو تجربه کار او مسلکي لوبغاړى په خپل ټيم کې لرم، زه او نور ځوانان به ډېر څه ترې زده کړو. کابل بازانو لوبډله په خپلو دعاګانو کې ياد ساتئ.))

د ځينو سرچينو په وېنا، د ٢٠١٩ کال په شپږيزه کرکټ ليګ کې تر نورو لوبغاړو د ښه ځلېدو او د خپلې لوبډلې (مس عينک اتلان) بريا ته رسولو وروسته هم نوموړي ته په ملي لوبډله کې ځاى ور نه کړل شو او همدا لامل شو چې هغه له کرکټ بورډ څخه خپه شو.

نور علي ځدراڼ د شپږيزې کرکټ ليګ د ٢٠٢٠ کال سياليو لپاره په ډرافټ کې نومليکنه هم ونه کړه، چې له دې امله هغه په ډرافټ کې هم وانخيستل شو.

ځينې سرچينې وايي، چې هغه تېره ورځ کابل ته په دې موخه راغلى و، چې بهر لاړ شي، خو تر ليدنو وروسته هغه دې ته راضي کړاى شو چې په شپږيزه کرکټ ليګ کې برخه واخلي او سږکال به د کابل بازانو په لوبډله کې ولوبېږي.

د يادولو وړ ده چې رحمان الله ګربز هم تېر کال د مس عينک اتلانو لوبډلې لپاره لوبېده، چې نور علي ځدراڼ او رحمان الله ګربز به د پيل توپوهنې ته راوتل.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …