کورپاڼه / کرکټ / پاکستان د انګلستان نيمايي منډې هم پوره نه کړې، دويم ځلې بيا توپوهنه ترسره کوي
انګلستان

پاکستان د انګلستان نيمايي منډې هم پوره نه کړې، دويم ځلې بيا توپوهنه ترسره کوي

پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې د انګلستان له لوري کړې نيمايي منډې هم پوره نه کړې او د فالو ان سره مخ شوه. پاکستان به د دويمې پاڼۍ توپوهنې لپاره هم مېدان ته راکوزېږي او هڅه به کوي چې د انګلستان د لومړۍ پاڼۍ منډې پوره کړي او له هغه وروسته انګلستان ته هدف وټاکي.

د انګلستان د ٥٨٣ منډو د هدف په تعقيب کې د پاکستان ټوله لوبډله په ٢٧٣ منډو وسوځېده، چې له انګلستان څخه ٣١٠ منډې وروسته پاتې شوه.

د پاکستان پيليز توپوهونکي شان مسعود په ٤ او عابد علي په ١ منډه وسوځېده، خو لوبډلمشر اظهر علي بيا په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د پاکستان د اوړو پوزه يې کېښوده، هغه تر پاى پورې ناسوځېدلى پاتې شو او ١٤١ منډې يې وکړې.

همدا راز بابر اعظم ١١، اسد شفيق ٥، فواد عالم ٢١، محمد رضوان ٥٣، ياسر شاه ٢٠، شاهين شاه اپريدي ٣، محمد عباس ١ او نسيم شاه په صفر وسوځېده.

د انګلستان له لوري بيا جېمز انډرسن په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٥ پاکستاني لوبغاړي يې له مېدانه بهر کړل، همدا راز سټارټ بروډ ٢، کرس ووکس او ډام بيس ١-١ ويکټ واخيسته.

تر دې مخکې بيا انګلستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٥٨٣ منډې کړې وې، چې خپله پاڼۍ يې بيا ختمه يا ډيکلېر کړه.

د انګلستان له لوري زاک کرالي په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ٢٦٧ منډې يې وکړې، همدا راز جاس بټلر بيا د ١٥٢ منډو زبردسته توپوهنه وکړه.

پاکستان به په خپله دويم ځلې توپوهنه کې هڅه کوي چې لومړى د انګلستان پاتې ٣١٠ منډې پوره کړي او له هغه وروسته به د انګلستان لوبډلې ته هدف ټاکي، خو که يې ٣١٠ منډې پوره نه کړې، نو د يوې پاڼۍ او منډو په توپير به ماتې وخوري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …