د محمد نبي او نجيب الله ځدراڼ لوبډلې سينټ لوسيه زوکس په کارابين پريمئير ليګ کې دريمه بريا هم خپله کړه، د تېرې شپې په لوبه کې محمد نبي په توپوهنه کې ٢٧ منډې وکړې او ١ ويکټ يې ترلاسه کړه، خو نجيب الله ځدراڼ بيا په صفر وسوځېده.
د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) ١٠مه لوبه د سينټ لوسيه زوکس او ګيانا امازون واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د لوبې په پيل کې زوکس پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.
سينټ لوسيه زوکس په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې روسټون چيس ٦٦، محمد نبي ٢٧ او جويلي ګلين ١٩ منډې ترلاسه کړې. نجيب الله ځدراڼ بيا ٣ توپونو ته مخ شو خو په صفر وسوځېده.
د واريرز له لوري عمران طاهر ٣، اوډين سميت ٢، کرس ګرين او اشميډ نيډ ١-١ ويکټ واخيستې.
د ١٤٥ منډو د هدف په تعقيب کې د ګيانا امازون واريرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٤ منډې وکړې او د ١٠ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.
د دوى له ډلې نيکولاس پوران ٦٨ او کيمو پاول ٢٠ منډې وکړې. د زوکس له لوري سکاټ کګلين ٣، چيمار هولډر او کيسريک ويليمس ٢-٢ لوبغاړي وسوځول، محمد نبي هم ١ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه روسټون چيس ته ورکړل شوه.
د يادولو ده چې په دې لوبه کې د ګيانا امازون واريرز له لوري نوين الحق نه و اخيستل شوى.
دا د زوکس ٤مه لوبه وه چې دريمه بريا يې پکې خپله کړه. همدا راز واريرز لوبډلې بيا په ٤ لوبو کې دويمه ماتې وخوړه. تر ټولو مخکښه لوبډله بيا ټرينباګو نايډ رايډرز ده، چې په ٣ لوبو کې يې ٣ برياوې خپلې کړې دي.