کورپاڼه / کرکټ / شپږيزه: د سپين غر زمريانو لوبډلې د پاکستان لوبډلې پخوانى لوبغاړى خپل روزونکى ټاکلى
رياض اپريدى

شپږيزه: د سپين غر زمريانو لوبډلې د پاکستان لوبډلې پخوانى لوبغاړى خپل روزونکى ټاکلى

د شپږيزې کرکټ ليګ لپاره د سپين غر زمريانو لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې يو پخوانى لوبغاړى رياض اپريدى د مشر روزونکي په توګه ټاکلى دى.

د سپين غر زمريانو لوبډلې دا مشر روزونکى رياض اپريدى نومېږي، چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يې يوازې په يوه ټېسټ لوبه کې ګډون کړى دى.

رياض اپريدي د پاکستان لپاره په ٢٠٠٤ کال کې د سريلانکا پر وړاندې يوه ټېسټ لوبه ترسره کړې ده، چې په دغه لوبه کې هغه ٢ لوبغاړي سوځولي و او له هغه وروسته يې بيا د پاکستان ملي لوبډلې لپاره په کومه لوبه کې ګډون نه دى کړى.

رياض اپريدى د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د اوسني چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي مشر ورور هم دى. نوموړي همدا راز ٧٦ فرسټ کلاس، ٣٩ ليسټ اې او ١٩ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې په فرسټ کلاس کې يې ٣٢٨، ليسټ اې کې يې ٦١ او شل اوريزو کې يې ١٨ ويکټې ترلاسه کړې دي.

نوموړى تازه د سپين غر زمريانو لوبډلې له لوري د راتلونکې شپږيزې کرکټ ليګ لپاره د خپلې لوبډلې مشر روزونکى ټاکل شوى دى.

د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سيالۍ د سپتمبر په ٦مه نېټه په کابل کې پيلېږي، چې په لومړۍ لوبه کې به د تېرې شپږيزې اتله لوبډله مس عينک اتلان او بند امير ښاماران سره مخامخ شي.

د شپږيزې کرکټ ليګ د پرانيستې مراسم بيا د سپتمبر په ٥مه نېټه په کابل کې ترسره کېږي او همدا راز پايلوبه به بيا د سپتمبر په ١٦مه نېټه ترسره شي.

د شپږيزې کرکټ ليګ پنځه لوبډلې د بېلا بېلو شرکتونو او خلکو له لوري اخيستل شوي دي، خو د بوست ساتونکي لوبډله تراوسه پورې چا نه ده اخيستې.

د يادولو وړ ده چې په تېره شپږيزه کې بيا د سپين غر زمريان او د کابل بازان لوبډلې له کرکټ بورډ سره وې او بل چا نه وې اخيستې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …