کورپاڼه / کرکټ / رييس احمدزى د کرکټ ډايريکټر په توګه وګمارل شو
رييس احمدزى

رييس احمدزى د کرکټ ډايريکټر په توګه وګمارل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او لوبغاړى، د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې مشر روزونکى رييس احمدزى د کرکټ ډايريکټر په توګه ټاکل شوى دى.

د کرکټ بورډ له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي: ((د ۱۹ کلنو لوبډلې مشر روزونکی ښاغلی رییس احمدزی د پخواني کرکټ ډایرېکټر او د غوراوي کمېټې مسوول انډي مولز پر ځای د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د نوي کرکټ ډایرېکټر په توګه په دنده وګومارل شو.))

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې همدا راز زياته شوې ده: ((ښاغلي احمدزي له دې وړاندې د ملي لوبډلې د لوبغاړي او همدارنګه د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دندې ترسره کړې چې په اوسنۍ ګومارنې سره به یې ملي لوبډله له تخنیکي اړخه لا ډېره پیاوړې شي او همدارنګه به ورسره ټاکل شوې موخې او پالیسۍ، د لوبغاړو ظرفیت او تکړښت په لا ډېره ښه توګه عملي بڼه خپله کړي.))

د کرکټ بورډ په وېنا، چې رييس احمدزي مخکې هم د کرکټ بورډ اداره کې په بېلا بېلو تخنيکي څانګو کې دندې ترسره کړې دي، هغه د ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوى دى او د افغانستان لپاره يې په پنځه يو ورځنيو نړيوالو او ٧ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

رييس احمدزى د دې تر څنګ چې د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې مشر روزونکى و، تر څنګ يې د غوراوي کمېټې غړى هم و، چې څه وخت مخکې يې د غوراوي کمېټې د غړيتوب څخه استعفا ورکړې وه.

د ځينو سرچينو په وېنا، په کابل کې يو مياشتينى تمريناتي کمپ د اصغر افغان او انډي مولز په خوښه جوړ شوى و او له نورو غړو سره پکې هېڅ مشوره نه شوې، له همدې امله رييس احمدزي د غوراوي کمېټې له غړيتوب څخه استعفا ورکړې وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …