کورپاڼه / کرکټ / نيوزيلېنډ نړيوالو سياليو ته ځان چمتو کړى، ژر د لوبلړيو اعلان کوي
نيوزيلېنډ

نيوزيلېنډ نړيوالو سياليو ته ځان چمتو کړى، ژر د لوبلړيو اعلان کوي

د نيوزيلېنډ کرکټ بورډ د کرکټ نړيوالو سياليو ته ځان چمتو کړى دى او د لوبلړيو مهالوېش په وروستي پړاو کې دى چې ژر به اعلان شي.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د نيوزيلېنډ کرکټ بورډ د راتلونکو نړيوالو سياليو لپاره خپل چمتووالى ښکاره کړى دى، چې په دې لړ کې به ويسټ انډيز، اسټراليا، بنګله دېش او پاکستان لوبډلې د نيوزيلېنډ سفر کوي او هلته به له نيوزيلېنډ سره نړيوالې سيالۍ ترسره کوي.

د نيوزيلېنډ کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډيويډ وايټ رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې دوى د نړيوالو سياليو لوبلړيو وروستۍ نېټې او ځايونه مشخص کوي. هغه زياته کړې ده چې د څلور واړه هېوادونو له کرکټ بورډونو، حکومت او نورو اړوندو ادارو سره يې په دې اړه خبرې روانې دي.

ډيويډ وايټ وويل، چې نيوزيلېنډ به د دې سياليو په پيل کې له ويسټ انډيز سره لوبلړۍ ترسره کړي، د ويسټ انډيز او نيوزيلېنډ لوبلړۍ ښايي د نومبر مياشتې په دريمه اونۍ کې پيل شي.

د نيوزيلېنډ کرکټ بورډ اجراييوي رييس همدا راز وويل، چې د کرنټين پر مهال به ټولې لوبډلې تمرينات هم وکولاى شي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا له امله د نورو ورزشي لوبو تر څنګ د کرکټ ټولې نړيوالې سيالۍ هم لغوه شوې وې، چې بيا وروسته انګلستان د نړيوالو سياليو پيل وکړ او په لومړي ځل يې د ويسټ انډيز لوبډلې کوربه توب وکړ.

انګلستان له ويسټ انډيز څخه وروسته بيا د ايرلېنډ سره هم لوبلړۍ ترسره کړه او اوسمهال له پاکستان سره لوبلړۍ ترسره کوي، د پاکستان نه وروسته به انګلستان د اسټراليا لوبډله کوربه توب وکړي، چې د اسټراليا لوبډله هم د نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل اوريزو لوبو لپاره انګلستان ته رسېدلې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان او هارديک پانډيا

راشد خان د هارديک پانډيا سره غمرازي وکړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې د مشهورو کرکټرانو هارديک پانډيا او کرونال پانډيا پلار نن …