کورپاڼه / کرکټ / جېمز انډرسن لومړنى انګلستانى توپ اچونکى شو چې ٦٠٠ ويکټې يې واخيستې
جېمز انډرسن

جېمز انډرسن لومړنى انګلستانى توپ اچونکى شو چې ٦٠٠ ويکټې يې واخيستې

د انګلستان چټک توپ اچونکى جېمز انډرسن د ياد هېواد لومړنى توپ اچونکى شو، چې په ټېسټ سياليو کې يې د ٦٠٠ ويکټو ترلاسه کولو هددف پوره کړ.

نوموړي نن د پاکستان پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې د اظهر علي په سوځولو سره دا هدف پوره کړ. هغه د پاکستان د دويمې پاڼۍ په ٦١م اور کې اظهر علي ته توپ وکړ، چې جو روټ کېچ کړ او داسې د جېمز انډرسن د ٦٠٠ ويکټو هدف پوره شو.

جېمز انډرسن چې په ٢٠٠٣ کال کې يې د زمبابوې پر وړاندې د انګلستان لپاره لومړنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړې وه، په ١٥٦ لوبو کې دې هدف ته ورسېده.

د هغه د توپ اچونې اوسط ٢٦.٩٤ دى او اکانومي يې ٢.٨٦ ده، نوموړي په يوه پاڼۍ کې د ٤٢ منډو په بدل کې ٧ او په يوه لوبه کې د ٧١ منډو په بدل کې ١١ لوبغاړي هم سوځولي دي.

هغه د دې تر څنګ په ١٩٤ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٢٦٩ او ١٩ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٨ ويکټې هم ترلاسه کړې دي.

په ټېسټ سياليو کې بيا د ډېرو ويکټو ترلاسه کولو ريکارډ د سريلانکا مخکښ پخواني توپ اچوونکي مرلي دهرن سره دى، نوموړي په ١٣٣ لوبو کې ٨٠٠ ويکټې ترلاسه کړې دي او دا ستر ريکارډ يې په خپل نوم کړى دى. مرلي دهرن له ١٩٩٢ څخه تر ٢٠١٠ کال پورې ټېسټ سياليو کې لوبېدلى دى.

له هغه وروسته بيا د اسټراليا شين وارن دى، چې له ١٩٩٢ څخه تر ٢٠٠٧ کال پورې په ټېسټ سياليو کې لوبېدلى دى، هغه په ١٤٥ لوبو کې ٧٠٨ ويکټې ترلاسه کړې دي.

د هند انيل کمبلى، چې په ١٩٩٠ کې يې ټېسټ لوبې پيل کړې وې او په ٢٠٠٨ کال کې يې استعفا ورکړه، په ١٣٢ لوبو کې يې ٦١٩ ويکټې ترلاسه کړې وې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …