کورپاڼه / کرکټ / باران پاکستانۍ لوبډله وژغورله، لوبلړۍ د انګلستان په نوم شوه
پاکستان او انګلستان

باران پاکستانۍ لوبډله وژغورله، لوبلړۍ د انګلستان په نوم شوه

د انګلستان او پاکستان ترمنځ په دريمه ټېسټ لوبه کې باران پاکستان وژغوره، ځکه د ډېر اورښت له امله تر ډېره پورې لوبه ځنډېدلې وه، چې د پاکستان دويمه پاڼۍ په وخت ختمه نه شوه او داسې دريمه ټېسټ لوبه بې پايلې پاى ته ورسېده.

په دريمه ټېسټ لوبه کې انګلستان پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو يې ٥٨٣ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ډيکلېر يا ختمه کړه.

د انګلستان لپاره زاک کرالي د ٢٦٧ منډو زبردسته توپوهنه ترسره کړه، چې دا د نوموړي تر ټولو زياتې منډې هم دي. همدا راز جاس بټلر بيا ١٥٢ منډې ترلاسه کړې او کرس ووکس ٤٠ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري شاهين شاه اپريدي، ياسر شاه او فواد عالم ٢-٢، نسيم شاه او اسد شفيق ١-١ ويکټ واخيستې.

خو په ځواب کې يې د پاکستان ټوله لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ٢٧٣ منډو وسوځېده چې ٣١٠ منډې شاته پاتې شوه. د پاکستان لپاره لوبډلمشر اظهر علي ١٤١ ناسوځېدلې او محمد رضوان ٥٣ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري جېمز انډرسن ٥، سټارټ بروډ ٢، کرس ووکس او ډام بيس ١-١ ويکټ واخيستې.

د پاکستان لوبډله د فالو ان (دويم ځلې توپوهنې) سره مخ شوه، خو د اورښت له امله تر ډېره پورې لوبه ځنډېدلې هم وه، چې پوره لوبه ترسره نه شوه.

د لوبې د پنځمې ورځې تر پاى پورې پاکستان د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې بابر اعظم ٦٣ ناسوځېدلې او عابد علي ٤٢ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري جېمز انډرسن ٢، سټارټ بروډ او جو روټ ١-١ ويکټ واخيستې.

جېمز انډرسن د اظهر علي په اوټ کولو سره لومړنى انګلستانى توپ اچونکى شو چې ٦٠٠ ويکټې يې پوره کړې. همدا راز په ټېسټ سياليو کې څلورم توپ اچونکى شو چې زياتې ويکټې يې واخيستې.

د وخت په ختمېدو سره دريمه ټېسټ لوبه هم بې پايلې پاى ته ورسېده، چې له دې سره د ٣ ټېسټ لوبو په لړۍ کې انګلستان د ١-٠ سره بريا خپله کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه زاک کرالي ته ورکړل شوه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ٢٦٧ منډې ترلاسه کړې وې. د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه بيا جاس بټلر او محمد رضوان ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې انګلستان بريا خپله کړې وه او دويمه ټېسټ لوبه هم بې پايلې پاى ته رسېدلې ده.

انګلستان او پاکستان د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ترسره کوي، چې لومړۍ لوبه به يې د اګست په ٢٨مه نېټه، دويمه د اګست په ٣٠مه نېټه او دريمه د سپتمبر په لومړۍ نېټه ترسره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …