کورپاڼه / کرکټ / د راشد خان لوبډلې په سي پي ايل کې دريمه ماتې هم وخوړه
راشد خان او ايون ليويس

د راشد خان لوبډلې په سي پي ايل کې دريمه ماتې هم وخوړه

د راشد خان لوبډلې د کارابين پريمئير ليګ کې دريمه ماتې هم وخوړه، په وروستي اور کې د پېټريټس لوبډلې ته ١٢ منډې پکار وې، چې بينک ډنک دوه شپږيزې ووهلې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) ١١مه لوبه د بارباډوس ټريډينټس او سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

پېټريټس د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د ټريډينټس لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ټريډينټس لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥١ منډې وکړې، چې له ډلې يې کورى انډرسن ٣١، شاى هوپ ٢٩، اشلي نرس ٢٥، جانسن چارلس ٢٤ او کېلي مايرز ٢٢ منډې وکړې. راشد خان بيا ٤ توپونه ولوبول او ١ منډه يې ترلاسه کړه.

د پېټريټس له لوري جان رس جګيسر ٢، عمران خان، رياد ايمرټ، الزاري جوسيپ او سهېل تنوير ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٥٢ منډو هدف د پېټريټس لوبډلې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو په ١٩.٣ اورونو کې پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه. په وروستي اور کې بين ډنک ٢ شپږيزې ووهلې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړړه.

د دوى له لوري ايون ليويس ٨٩ او بين ډنک ٢٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ټريډينټس له لوري کېلي مايرز ٢، راشد خان او جسېن هولډر ٢-٢ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ايون ليويس ته ورکړل شوه، چې نن يې په زړه پورې توپوهنه ترسره او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

د يادولو وړ ده چې دا د راشد خان د لوبډلې بارباډوس ټريډينټس ٤مه لوبه وه، چې دريمه ماتې يې وخوړه، همدا راز د پېټريټس لوبډلې هم څلورمه لوبه وه، چې لومړۍ بريا يې خپله کړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …