د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى په پروان ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله له زيان سره مخ شويو کورنيو سره د مرستې لپاره پېسې راټولوي.
راشد خان په انلاين بڼه د مرستو راټولولو کمپاين پيل کړى دى، چې دغه مرستې به د پروان سېلاب ځپلو ته ورسول شي.
راشد خان په خپل ټويټر کې په يو ټويټ کې ليکلي دي، چې د هغه خېريه بنسټ په پروان کې د سېلاب ځپلو سره د خوراکي، لومړنيو روغتيايي اسانتياو او د ټرانسپورټ په برخه کې مرستې کوي.
نوموړي په ټولو خلکو غږ کړى دى، چې په دې کمپاين کې ورسره برخه واخلي او د پروان سېلاب ځپلو سره دې خپلې مرستې وکړي، تر څو د هغه خېريه بنسټ د دوى مرستې سېلاب ځپلو ته ورسوي.
Let’s help to rebuild the lives of the flood effected victims in #Parwan. @RashidKhanFund will assist the victims by delivering food, basic medical services & transportation. I call upon everyone to help us with this campaign. Thanks for ur donation https://t.co/onYc8tY65H
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) August 27, 2020
په انلاين بڼه چې راشد خان د مرستو راټولولو کوم کمپاين پيل کړى دى، په هغې کې يې ١٠٠ زره پاونډه هدف ټاکلى دى، چې تراوسه پورې په دغه کمپاين کې ٩ کسانو برخه اخيستې ده او ١١٩٠ پاونډه راټول شوي دي.
د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې په پروان ولايت کې ډېر زيات سېلابونه راغلل، چې په سلګونو کورونه يې ړنګ کړل، بلکې شاوخوا يو نيم سل کسان هم پکې مړه شول.
راشد خان اوس مهال په ويسټ انډيز کې دى، چې هلته د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) سياليو کې د بارباډوس ټريډينټس لوبډلې لپاره لوبېږي.