کورپاڼه / کرکټ / د نبي ٥ ويکټې او د نجيب ٣٣ منډې؛ زوکس لوبډلې څلورمه بريا خپله کړه
محمد نبي ٢

د نبي ٥ ويکټې او د نجيب ٣٣ منډې؛ زوکس لوبډلې څلورمه بريا خپله کړه

په کارابين پريمئير ليګ کې نن محمد نبي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او د مخالفې لوبډلې ٥ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز نجيب الله په توپوهنه کې ٣٣ منډې ترلاسه کړې او د دوى لوبډلې څلورمه بريا هم خپله کړه.

د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) ١٥مه لوبه د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس او سينټ لوسيه زوکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

په پيل کې زوکس پچه وګټله او لومړى يې د پېټريټس لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

خو د پېټريټس لوبډلې د پيل توپوهونکي په توپوهنه کې ناکامه شول، محمد نبي په لومړي اور کې ٢ او په دريم اور کې ٢ لوبغاړي وسوځول، چې د پېټريټس لومړنيو پنځه لوبغاړو کې هېڅ توپوهونکى په دې ونه توانېده چې زياتې منډې وکړي.

وروسته بيا بينک ډنک ٣٣ او الزاري جوسيپ ٢١ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د پېټريټس لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١١٠ منډې وکړې.

محمد نبي بيا د خپل کيرير تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې د ١٥ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي وسوځول. همدا راز ظاهر خان هم په نننۍ لوبه کې ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١١١ منډو هدف د زوکس لوبډلې ته ډېر اسانه هدف شو، چې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو يې په ١٤.٤ اورونو کې پوره کړ. د زوکس لوبډلې لپاره نجيب الله ځدراڼ تر ټولو زياتې منډې وکړې. نوموړي په ٢٤ توپونو ٣٣ منډې ترلاسه کړې، چې ١ شپږيزه او ٤ څلوريزې يې هم ووهلې. په نورو لوبغاړو کې روسټون چيس ٢٧ ناسوځېدلې او راهکيم کورنوال ٢٦ منډې وکړې.

د پېټريټس لوبډلې له لوري عمران خان بيا ٣ لوبغاړي وسوځول.

د محمد نبي د غوره توپ اچونې له امله هغه ته د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ورکړل شوه. په ٢٠٢٠ کارابين پريمئير ليګ کې دا دريم ځل دى چې محمد نبي د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کوي.


د سي پي ايل ١٦مه لوبه به د ټرينباګو نايټ رايډرز او ګيانا امازون واريرز ترمنځ ترسره شي، چې نوين الحق د واريرز لوبډلې لپاره لوبېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …