کورپاڼه / کرکټ / لاسيت ملينګا ٣٧ کلن شو؛ يوازينى توپ اچونکى چې يو ورځنيو لوبو کې يې ٣ هېټريک ترلاسه کړي
لاسيت ملينګا

لاسيت ملينګا ٣٧ کلن شو؛ يوازينى توپ اچونکى چې يو ورځنيو لوبو کې يې ٣ هېټريک ترلاسه کړي

د سريلانکا مخکښ چټک توپ اچونکى لاسيت ملينګا يو د نړۍ له مخکښو توپ اچونکو څخه دى، چې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې تر ټولو زيات، درې ځلې هېټريکونه هم ترلاسه کړي دي.

هغه په دې برخه کې د نړۍ يوازينى توپ اچونکى دى، چې درې ځلې يې په درې توپونو پرلپسې درې درې لوبغاړي سوځولي دي.

لاسيت ملينګا نن ٣٧ کلن شو، هغه په ١٩٨٣ کال کې د اګست په ٢٨مه نېټه د سريلانکا په ګال ښار کې زېږېدلى و.

په ٢٠٠٤ کال کې نوموړى په لومړي ځل د سريلانکا لوبډلې لپاره په نړيواله کچه ولوبېده، په ټېسټ لوبو کې هغه د اسټراليا او په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ولوبېده. همدا راز په ٢٠٠٦ کال کې د انګلستان پر وړاندې يې لومړنۍ نړيواله شل اوريزه لوبه هم ترسره کړه.

لاسيت ملينګا چې يو ډېر ښه توپ اچونکى دى، په خپل کيرير کې ډېرې لاسته راوړنې لري، هغه ډېر نړيوال ريکارډونه هم جوړ کړي دي، چې ٣ ځل يې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې هېټريک هم ترلاسه کړى دى.

لاسيت ملينګا د سريلانکا لپاره په ٣٠ ټېسټ، ٢٢٦ نړيوالو يو ورځنيو او ٨٤ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

نوموړي په ټېسټ کې د ٣٣.١٥ په اوسط او ٣.٨٥ په اکانومۍ سره ١٠١ ويکټې ترلاسه کړې دي، په يوه پاڼۍ کې د ٥٠ منډو په بدل کې ٥ او په يوه لوبه کې د ٢١٠ منډو په بدل کې ٩ لوبغاړي سوځول يې غوره توپ اچونه ده.

په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې هغه د ٢٨.٨٧ په اوسط او ٥.٣٥ په اکانومۍ سره ٣٣٨ ويکټې اخيستي دي، چې د ٣٨ منډو په بدل کې يې ٦ لوبغاړي سوځول غوره توپ اچونه ده.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې نوموړي د ٢٠.٧٩ په اوسط او ٧.٤٢ په اکانومۍ سره ١٠٧ ويکټې اخيستي دي، چې د ٦ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي سوځول يې غوره توپ اچونه ده.

نوموړي په ٣٤٠ نړيوالو سياليو کې ٥٤٦ ويکټې ترلاسه کړې دي، همدا راز په نورو فرسټ کلاس، ليسټ اې او شل اوريزو لوبو کې هم هغه ١٠٩٣ ويکټې ترلاسه کړې دي.

لاسيت ملينګا نه يوازې دا چې د سريلانکا ملي لوبډلې يو له مهمو توپ اچونکو څخه دى، بلکې په نړيوالو تجارتي ليګونو کې هم هغه يو له ځلېدونکو توپ اچونکو څخه دى، چې نوموړى په تقريباً ټولو سترو تجارتي ليګونو کې لوبېدلى دى او د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې هغه د ممبۍ انډينز لوبډلې لپاره لوبېږي.

هغه په اى پي ايل کې هم تر ټولو زياتې ويکټې ترلاسه کړې دي. نوموړى د ١٧٠ ويکټو ترلاسه کولو سره په اى پي ايل کې تر ټولو توپ اچوونکو مخکې او په لومړي مقام کې قرار لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …