د شپږيزې کرکټ ليګ ته څو ورځې پاتې دي، چې اووم پړاو يې د سپتمبر په ٦مه نېټه په کابل کې د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو ترمنځ په لوبې سره پيلېږي.
سږکال نه يوازې دا چې د شپږيزې د لوبډلو مالکان بدل شوي دي، بلکې د ډېرو لوبډلو لوبډلمشران هم بدل شوي دي او ځينې خو بيا په لومړي ځل په شپږيزه کې د لوبډلمشرۍ وياړ ترلاسه کوي.
د شپږيزې کرکټ ليګ د ٦ لوبډلو لوبډلمشران څوک دي، دلته يې له تاسې سره شريکوو.
شاپور ځدراڼ: د مس عينک اتلان
مس عينک اتلان لوبډله د تېرې شپږيزې اتله لوبډله ده، تېر کال د دې لوبډلې لوبډلمشري د تجربه کاره الراونډر محمد نبي په غاړه وه، خو سږکال به يې چټک توپ اچونکى شاپور ځدراڼ لوبډلمشر وي.
شاپور ځدراڼ تېر کال د امو نهنګانو لوبډلې لوبډلمشر و، خو سږ کال نوموړى نه يوازې دا چې د مس عينک لوبډلې مالک دى، بلکې لوبډلمشر يې هم دى. محمد نبي به سږکال د هغه تر لوبډلمشرۍ لاندې ولوبېږي.
اصغر افغان: د بند امير ښاماران
د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان سږکال د بند امير ښامارانو لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى دى. تېر کال نوموړى د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر و او راشد خان د بند امير ښامارانو لوبډلې لوبډلمشر و، چې لوبډله يې پايلوبې ته هم رسېدلې وه.
راشد خان به سږکال د کومې لوبډلې لوبډلمشر نه وي او په بند امير ښامارانو لوبډله کې به د اصغر افغان تر لوبډلمشرۍ لاندې ولوبېږي.
ګلبدين نايب: د بوست ساتونکي
د ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړى ګلبدين نايب بيا د تېر په څېر د بوست ساتونکو لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري. که څه هم په تېر پړاو کې هم دوى ښه نه و لوبېدلي، خو سږکال د يادې لوبډلې د مالکيت امتياز هم تراوسه پورې چا نه دى اخيستى.
رحمان الله ګربز: د کابل بازان
ځوان او چټک توپ اچونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز بيا سږکال د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري. نوموړى تېر کال د مس عينک اتلانو لوبډلې سره لوبېده، چې د يادې لوبډلې په اتلولۍ کې يې مخکښ رول ولوباوه.
خو سږکال به رحمان الله ګربز د شپږيزې کرکټ ليګ يو له ځوانو لوبډلمشرانو څخه وي، چې د کابل بازانو لوبډلمشري به ترسره کړي. تېر کال د کابل بازانو لوبډلمشر اصغر افغان و.
شبير نوري: د سپين غر زمريان
شفيق الله شفق چې د کرکټ بورډ له لوري پرې د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګېد، سږکال به په شپږيزه کرکټ ليګ کې ونه لوبېږي، هغه چې د سپين غر زمريانو لوبډلې لوبډلمشر و، د هغه په ځاى به سږکال د سپين غر زمريانو لوبډلمشري شبير نوري ترسره کړي.
جاوېد احمدي: د امو نهنګان
د امو نهنګانو لوبډلمشري بيا سږکال جاوېد احمدي ته ور په غاړه ده، تېر کال د دې لوبډلې لوبډلمشري شاپور ځدراڼ کوله، چې سږکال هغه د مس عينک اتلانو لوبډلې لوبډلمشر دى او جاوېد احمدي د امو نهنګانو لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى دى.
جاوېد احمدي تېر کال د بند امير ښامارانو لوبډلې لپاره لوبېده، چې په يوه لوبه کې يې دويمې زياتې منډې هم جوړې کړې وې. هغه په ٦٣ توپونو ١١٧ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې وې.
د يادولو وړ ده چې د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سيالۍ د سپتمبر په ٦مه نېټه پيلېږي، چې د پرانيستې مراسم به يې د سپتمبر په ٥مه نېټه ترسره شي. همدا راز پايلوبه به بيا د سپتمبر په ١٦مه نېټه ترسره شي.