کورپاڼه / کرکټ / اى پي ايل: د يوه هندي لوبغاړي په ګډون ١٠ کسان کورونا نيولي
چيناى سوپر کنګز

اى پي ايل: د يوه هندي لوبغاړي په ګډون ١٠ کسان کورونا نيولي

په دوبۍ کې د هند کرکټ ملي لوبډلې د يو لوبغاړي په ګډون، د چيناى سوپر کنګز ١٠ کسان کورونا نيولي دي.

د اي ايس پي اين کريک انفو د راپور په وېنا، په دوبۍ کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې د لوبغاړو او نورو اړوندو کسانو د کورونا ټيسټونه شوي دي، چې د هند د کرکټ ملي لوبډلې د يو لوبغاړي په ګډون د ١٠ کسانو د کورونا ټېسټونه مثبت راوتلي دي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې له ملي لوبغاړي پرته نور کسان د لوبډلې د سټاف کسان دي او همدا راز نېټ توپ اچونکي هم پکې شامل دي.

د چيناى سوپر کنګز لوبډله غواړي چې خپل تمريناتي کمپ د سپتمبر لومړۍ نېټې ته وځنډوي. د اى پي ايل د اپرېشن برخې بيا ويلي دي، هغه کسان چې د کورونا ټېسټونه يې مثبت راوتلي، هغوى به دوه اونۍ کرنټين وي او کله چې يې د کورونا ټېسټونه منفي راغلل، نو له هغه وروسته به له خپلې لوبډلې سره يو ځاى شي.

کريک انفو وايي، چې دا ټېسټونه د وروستي ځل لپاره کېدل، چې له مخکې څخه د اى پي ايل سياليو لپاره همدا ډول قانون جوړ شوى دى، تر څو په سياليو کې هېڅ داسې کس ګډون ونه کړي، چې کورونا ولري.

په راپور کې زياته شوې ده، هر هغه کس چې د اى پي ايل سياليو برخه دى، لومړنى د کورونا ټېسټ يې په هوايي ډګر کې کېږي، کله چې هغه له الوتکې څخه په متحده عربي اماراتو کې راکوز شي.

همدا درې ټېسټونه کېږي، چې لومړى په اوله ورځ، دويمه په دريمه او دريم په شپږمه ورځ ترسره کېږي. له دې پرته هر څوک چې متحده عربي اماراتو ته ورشي، نو هغه به د ٦ ورځو لپاره کرنټين کېږي هم، کله چې د يوې لوبډلې ټولو لوبغاړو او نورو اړوندو کسانو دا هر څه ترسره کړل، له هغه وروسته به تمريناتي کمپ پيلوي.

د چيناى سوپر کنګز لوبډله د اګست په ٢١مه نېټه متحده عربي اماراتو ته تللې وه، يادې لوبډلې په هند کې هم ٦ ورځنى تمريناتي کمپ ترسره کړى و، چې مهيندرا سينګ دهوني، سرېش راينا، امباتي رايډو، ديپک چاهار او پيوش چاوله پکې ګډون کړى و.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …