کورپاڼه / کرکټ / د انګلستان او پاکستان لومړۍ شل اوريزه لوبه د باران له امله بې پايلې ختمه شوه
ټام بانټون

د انګلستان او پاکستان لومړۍ شل اوريزه لوبه د باران له امله بې پايلې ختمه شوه

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د درې نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ پرون د شپې پيل شوه، خو لومړنۍ لوبه يې د باران له امله بې پايلې پاى ته ورسېده.

دغه لوبه چې د اګست په ٢٨مه په مانچسټر کې پيل شوه، د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه.

د انګلستان لومړنى توپوهونکى جوني بېريسټو په لومړي اور کې وسوځېد، چې له هغه وروسته ټام بانټون چټکه او په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د ٥ شپږيزو او ٤ څلوريزو پر مټ يې ٧١ منډې وکړې.

خو د ټام بانټون له اوټېدو وروسته بيا بل کوم لوبغاړي ښه توپوهنه ونه شوه کولاى او انګلستان پرلپسې خپلې ويکټې له لاسه ورکړې.

انګلستان په ١٦.١ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې کړې وې، چې په لوبه کې باران پيل شو او لوبه ودرېده.

تر دغه مهاله پورې ډيويډ ملن ٢٣ او لوبډلمشر اوين مورګن په ١٤ منډو سوځېدلي و، همدا راز سام بلنګز په ٣ او کرس جورډن په ٢ منډو ناسوځېدلي ولاړ و.

د پاکستان له لوري عماد وسيم او شاداب خان ٢-٢ او افتخار احمد ١ لوبغاړى سوځولى و.

خو باران اوږد شو او د پاتې لوبې د ترسره کېدو لپاره وخت پېدا نه شو، چې له دې امله دا لوبه لغوه اعلان شوه او بې پايلې پاى ته ورسېده.

دا د ټام بانټون څلورمه نړيواله شل اوريزه لوبه وه، چې هغه د انګلستان لپاره ترسره کوله، نوموړي په دې لوبه کې خپله لومړنۍ نيمه سليزه هم ووهله.

د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبلړۍ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه به د اګست په ٣٠مه نېټه په مانچسټر کې ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې انګلستان او پاکستان د ٣ ټېسټ سياليو لوبلړۍ ترسره کړه، چې انګلستان پکې په ١-٠ سره بريا خپله کړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …