کورپاڼه / کرکټ / د اوبراين زبردسته شپږيزه؛ د خپل موټر شيشه يې ماته کړه
کيوين اوبراين

د اوبراين زبردسته شپږيزه؛ د خپل موټر شيشه يې ماته کړه

د ايرلېنډ کرکټ ملي لوبډلې مخکښ او چټک توپوهونکي کيوين اوبراين يوه زبردسته شپږيزه ووهله، چې توپ لاړ او د هغه د خپل موټر شيشه يې ماته کړه.

کيوين اوبراين دا شپږيزه په ډوميسټيک شل اوريزه لوبه کې ووهله، د هغه شپږيزه دومره اوږده وه چې توپ هغه ځاى ته ورسېد، چېرته چې موټرې ولاړې وې او د هغه د خپل موټر شيشه يې ماته کړه.

د ډوميسټيک شل اوريزو سياليو په دغه لوبه کې کيوين اوبراين په ٣٧ توپونو ٨٢ چټکې منډې ترلاسه کړې او په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړه.

په ډبلن کې ترسره شوي دغه لوبه کې د باران له امله لوبه ١٢-١٢ اورونو ته راکوزه شوې وه، چې د کيوين اوبراين په چټکه توپوهنه يې لوبډلې ١٢٤ منډې وکړې او په ځواب کې يې مخالفې لوبډلې ١٠٤ منډې ترلاسه کړې او د ډي ايل قانون سره د کيوين اوبراين لوبډلې د ٢٤ منډو په توپير بريا خپله کړه. په دغه لوبه کې کيوين اوبراين ٨ شپږيزې وهلې وې.

٣٦ کلن کيوين اوبراين د خپل هېواد لپاره ٣ ټېسټ، ١٤٨ نړيوالې يو ورځنۍ او ٩٦ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

نوموړي په ټېسټ لوبو کې ٢٥٨ منډې کړې دي، چې په يوه پاڼۍ کې زياتې منډې يې بيا ١١٨ دي. همدا راز په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې هغه د ٣٠.٤٤ په اوسط او ٨٨.٩٣ په سټرايک رېټ سره ٣٥٩٢ منډې ترلاسه کړې دي.

په يوه لوبه کې د نوموړي غوره توپوهنه بيا ١٤٢ منډې ده، چې په ٢٠٠٧ کال کې هغه د کينيا پر وړاندې په نيروبي کې ترسره کړې وه.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې نوموړي د ٢١.١٦ په اوسط او ١٣٥.٩٣ په سټرايک رېټ سره ١٦٧٢ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې بيا زياتې منډې ١٢٤ دي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان او هارديک پانډيا

راشد خان د هارديک پانډيا سره غمرازي وکړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې د مشهورو کرکټرانو هارديک پانډيا او کرونال پانډيا پلار نن …