کورپاڼه / مرکې / محمد نبي: سي پي ايل کې لوبېدل د اى پي ايل په ګډون د راتلونکو سياليو لپاره غوره چمتووالى دى
محمد نبي

محمد نبي: سي پي ايل کې لوبېدل د اى پي ايل په ګډون د راتلونکو سياليو لپاره غوره چمتووالى دى

د کارابين پريمئير ليګ کې محمد نبي ٩ ويکټې ترلاسه کړي چې د ٤.٨ اکانومۍ سره يې توپ اچونه ترسره کړې، توپوهنه کې هم ځلېدلى او په ٦ لوبو کې يې بيا ٣ ځلې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې ده.

د افغانستان تجربه کاره الراونډر بيا په وروستۍ لوبه کې د خپل کيرير تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه چې د ١٥ منډو په بدل کې يې ٥ لوبغاړي وسوځول او د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس د پيل مهم لوبغاړي يې له مېدانه بهر کړل چې يادې لوبډلې يوازې ١١٠ منډې وکولاى شوې او د نبي لوبډلې (زوکس) په اسانۍ سره بريا خپله کړه.

سينټ لوسيه زوکس د سي پي ايل په سياليو کې تراوسه پورې په ٦ لوبو کې ٤ ګټلي دي او په دويم مقام کې ده. سږکال به د زوکس لوبډله ډېره ښه نه واى، خو په ډرافټ کې د نبي اخيستل د دوى يوه ښه پرېکړه وه، ځکه نوموړى يو ستر لوبغاړى دى، چې د بال او بېټ دواړو په برخه کې ځانګړې وړتيا لري.

محمد نبي ٢

محمد نبي وايي، چې موږ ډېر ستر لوبغاړي نه لرو، خو وړتيا لرونکي ځوانان لرو. همدا راز په لوبډله کې سينئير لوبغاړي هم لرو چې ډېره تجربه لري او زموږ هڅه دا ده چې خپلې تجربې له ځوانانو سره هم شريکې کړو.

نوموړى وايي، د يوه سينئير لوبغاړي په توګه په دې لوبډله کې زه يوازې د يوه لوبغاړي په توګه نه لوبېږم، بلکې هڅه کوم چې خپلې ټولې تجربې هم له ځوانانو سره شريکې کړم، تر څو موږ په دې ليګ کې ښه وځلېږو. د يوه سينئير لوبغاړي په توګه زه د خپلې لوبډلې لپاره په توپ اچونه او توپوهنه دواړو برخو کې د ښه پرفارمنس هڅه هم کوم.

٣٥ کلن محمد نبي په خپله مرکه کې وايي، چې له کورونا وروسته کرکټ ته بېرته راګرځېدل ډېر د خوشحالۍ خبره ده. هغه وايي چې په سي پي ايل کې لوبېدل د اى پي ايل په ګډون د راتلونکو سياليو لپاره غوره چمتووالى هم دى.

محمد نبي ١

محمد نبي وويل، چې له ډېرې مودې راهيسې کرکټ لوبه کوو، خو په وروستيو څلورو مياشتو کې مو هېڅ کرکټ ونه کړ او په خپل کور کې مو تمرينات کول، وروسته مو يو مياشتينى تمريناتي کمپ هم ترسره کړ، خو لوبې مو هېڅ ونه کړې.

نوموړى زياتوي، اوس موږ په سي پي ايل کې لوبېږو، زه هغه مهال د سي پي ايل سياليو ته ډېر په تمه وم، زه به ډېره هڅه کوم چې خپله ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړم او ښه کرکټ وکړو. د زوکس لوبډلې لپاره لوبېدل زما لپاره په دې هم ډېر ښه دي چې له دې وروسته راتلونکو سياليو ته بشپړ چمتو يم.

محمد نبي چې د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړى هم ټاکل شوى دى، وويل، چې په ٢٠٢٠ کال کې موږ ډېرې سيالۍ له لاسه ورکړې او هيله ده چې دا هر څه بېرته په ٢٠٢١ کال کې ترلاسه کړو.

محمد نبي

نوموړي وويل، چې اسيا جام، نړيوال شل اوريز جام او زموږ ځينې نورې سيالۍ وځنډېدې، اوس موږ د اسټراليا پر وړاندې ټېسټ لوبې ته سترګې دي، خو زموږ هيله دا ده چې بل کال ته به ډېر زيات کرکټ ولرو او هڅه به وکړو چې د افغانستان کرکټ ته لا پرمختګ ورکړو. موږ د نړيوال جام د سوپر ليګ سيالۍ هم پر مخکې لرو، چې په راتلونکي کال کې ترسره کېږي او ډېر ورته په تمه يو.

محمد نبي دې ته هم ډېر خوشحاله دى چې افغان لوبغاړي د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې لوبېږي، چې په روان کارابين پريمئير ليګ کې هم ٦ افغان لوبغاړي ګډون لري، چې يو هم پکې مجيب الرحمان دى، چې تراوسه پورې په سي پي ايل کې تر ټولو زيات ويکټې اخيستونکى لوبغاړى دى.

محمد نبي وايي: ((دا د افغان لوبغاړو لپاره ډېره د خوښۍ خبره ده چې د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې لوبېږي. د دې معنا دا ده چې افغانستان ډېر وړتيا لرونکي لوبغاړي لري، په ځانګړې توګه د شل اوريزو لوبو. سږکال په سي پي ايل کې ٦ افغان لوبغاړي لوبېږي.))

محمد نبي

نوموړي وويل، زه د يوه افغان لوبغاړي په توګه ډېر خوشحاله يم او هيله مې دا ده چې نور ځوان لوبغاړي به هم په داسې ليګونو کې ولوبېږي.

محمد نبي دې ته هم په تمه دى چې په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره ولوبېږي، خو هلته تر تګ وروسته به هغه حتماً کرنټين کېږي، همدا راز اى پي ايل ته تر تګ مخکې به محمد نبي د افغانستان په شپږيزه کرکټ ليګ کې هم لوبېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …